افغانستانخبرونه

کابل د سولې اړوند د څلور اړخیزې ناستې کوربه دی

نن په کابل کې د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا د استازو په گډون د افغان سولې په تړاو څلور اړخیزه ناسته ترسره کېږي. د کابل ناسته د سولې اړوند دویمه څلور اړخیز ناسته ده چې د اسلام اباد له څلور اړخیزې ناستې وروسته ترسره کېږي.

تېره دوشنبه، د مرغومي ۲۱مه په اسلام اباد کې د چین، امریکا، پاکستان او افغانستان استازو د افغان حکومت له مخالفو وسله والو سره د سولې پر خبرو ټینگار وکړ.

جاوېد فیصل، د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال وايي، په دغه ناسته کې به پر دې خبره کېږي چې د سولې خبرې له چا سره، چېرته او څه ډول ترسره شي. افغان حکومت پر دې هم ټینگار کوي، که وسله وال مخالفین د سولې خبرو ته چمتو نه وي، څه چار چلن ورسره وشي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند مرستیال، خیرالله ازاد وايي: «په دې غونډه کې به د افغانستان د سولې خبرو اړوند پر یوې جامع تگلارې خبره وشي».

د سولې اړوند له لومړنۍ څلور اړخیزې ناستې وروسته، په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، حکمت خلیل کرزي ټینگار درلود چې د هغو مخالفینو پر ضد باید پوځي اقدام وشي چې د سولې خبرو ته تیار نه دي.

وسله والو طالبانو تر دې دمه د دغو ناستو په تړاو څه نه دي ویلي. طالبان له پخوا ټینگار لري، چې د سولې خبرو لپاره یې په قطر کې سیاسي دفتر پرانیستی چې دوی یې د سولې خبرو اړوند یوازنی باوري ادرس بولي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button