افغانستانسلايډ

کابل: د اوو تنو مړي موندل شوي دي

د کابل ښار د دولسمې امنیتي حوزې اړوند د امنيت ښارگوټي يوه کور کې د اوو تنو مړي موندل شوي دي. په وژل شويو کې دوه مېرمنې، څلور سړي او يو کوچنی شامل دي.

د سيمې خلک وايي، په وژل شويو کې يو تن د دولسمې امنيتي حوزې کارکوونکی او د کابل د ولسي شورا يو غړی هم دي، خلک وايي، دوی لومړی الکولي مشروبات څښلي دي او وروسته شايد د غازو نيولو له امله مړه شوي وي.

کابل کې د ابن سينا روغتون کار کوونکي وايي، څلور ورځې وړاندې له همدې ډلې يوه پنځه ويشت کلنه انجلۍ فاطمه په مرگوني حالت کې وروړل شوې وه. هغوی وايي، فاطمه د کابل د امبولانس کارکوونکو په مرسته د کابل د امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو د څېړنو کارکوونکو وروړې وه.
د روغتون چارواکي زياتوي: «موږ د فاطمې له مړي انځورونه اخيستي و، خو پوليسو هغه له منځه يووړل او له روغتونه ووتل».

د روغتون رييس عبد الوکيل پرواني د پېښې پخلی کړی او زياته کړې يې ده، چې دغې انجلۍ نن ساه ورکړې ده.

د روغتون نورو چارواکو ويلي، له دې انجلۍ سره يو شمېر نور مړي هم روغتون ته وروړل شوي دي، خو په اړه يې نور جزيات نه دي ورکړي.

د سيمې خلک د دې کسانو مړينه مرموزه بولي او وايي، «نه پوهېږو، دوی د يوې کورنۍ غړي وو، که نه».

د دولسمې امنيتي حوزې کار کوونکي د پېښې په اړه څه نه وايي، خو د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي ويلي، مړي يې د څېړنو لپاره عدلي طب ته استولي دي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button