خبرونهسلايډغير مصنف

کابل: د ايټاليا پرسفارت راکټي بريد دوه ساتونکي ووژل

له کابل نه په يوه تازه خبرکې ويل شوي دي، چې د نامعلوم لورې نه د ايټاليا پرسفارت د توغنديو بريد شوی دی، د لومړيو معلوماتو له مخي د سفارت دوه ساتونکې وژل شوي دي، له دي وړاندي په مزارشريف کې دهند او بياپه جلال ابادښارکې د پاکستان پرکونسلګريو  همبريدونه شوي وو، د افغانستان په پلازمينه کابل کې د ايټاليا سفارت دکلوله پُشته او نوی ښار ترمنځ سيمه کې دي.

تراوسه رسنيوته د پېښي جزيات نه دي رسيدلي اونه هم تردې ګړۍ د بريد مسوليت چامنلی دی.

دغه بريد په داسي وخت کې ترسره کيږي، چې سبا په کابل کې د سولې په تړا و څلور اړخيزه غونډه کېدونکې ده.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button