افغانستانخبرونهسلايډ

کابل ته د امريکا د دفاع وزیر يوناڅاپي راتګ د بنديانو له تبادلې سره څومره اړه لري

د امريکا دفاع وزير مارک ایسپر افغانستان ته د يوناڅاپي سفر په ترڅ کې له يوې خوا د سولي د خبرو په اړه شین سيګنل ورکړ، خو بل پلوته يې د سولیزو خبرو جریان د امريکا د خارجه وزارت دنده ونوموله.
له دې سفره څو ورځې وړاندي د طالبانو په قیدکې د څو بهرنیانو چې دوه يې په کابل کې د امريکايي پوهنتون استان وو، له يولوي شمېرطالب بنديانو سره د ممکنه تبادلې خبرونه هم ورکول شوي وو.

د امريکا او طالبانو د سولیزو خبرو لړۍ د روان ميلادي کال په اګست مياشت د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له يوه ټويټ سره دريدلې وه، خو دا مهال د يوه لوړ رتبه امريکايي مقام له خولې يوځل بيا د سولې د خبرو د پيليدو اشارو ته په کتلو داسې ښکاري چې په نږدې وخت کې ښايي يولړمهمې پټې اوښکاره معاملې بيا ترسره شي.

د طالبانو د قطر دفترتاریخ ته په کتو تر اوسه د دغه دفتر ترټولو لويه اوعملي شوې پروسه د يوه امريکايي ظابط په بدل کې له ګونتانامو جزیرې نه د ۶طالب مشران راخلاصول و، اوس هم داسې فکرکیږي چې ښايي يوځل بيا د همدې دفترپه توسط يوه لويه اومهمه تبادله ترسره شي او د دې لپاره امريکايان هڅه کوي چې افغان حکومت په خنډ نه جوړولو راضي کړي.

Related Articles

Back to top button