د پرون کیسهسلايډنظر او تحلیل

کابل تر برید لاندې (۱۳)

کای ایډه – په افغانستان کې د ملگرو ملتونو پخوانی استازی/
ژباړن: سمیع الله ایلم/

د ۲۰۰۹ز په پېل کې امنیتي وضعیت لا پسې کاواکه شو، د جنورۍ پر۱۷مه نېټه، یو ځانمرګي د المان سفارت ته څیرمه ځان والوزوه. اووه ملکي وګړي ووژل شول او نور ډیر ټپیان شول. د ملګرو ملتونو دفتر په ګډون یو شمېر ودانۍ زیانمنې شوې. په اوومه ماڼۍ ( قصر) کې څو کړکۍ او یوه دروازه له دننه خوا څخه زیانمنې شولې. که د شنبې ورځ نه وای، خبره به له دې هم خرابه شوې وای. په هغو دفترونو کې، چې بهرنیانو کار کاوه ټول رخصت وو. ځانمرګي فکر کاوه، چې خپل موټر یې د تیلو ټانکر سره جنګولی، خو هغه د فاضله موادو موټر راوخوت. که چيرې د تیلو موټر وای نو ټولې سیمې به اور اخستی و.

زه د نوي کال د لمانځنې په موخه ناروې ته تللې وم او هلته مې ښنګري مات شوي وو. اړ وم، چې د دوو میاشتو لپاره پر لکړه وګرځم. کابل ته تازه راستون شوی وم. دا مهال یو نارویژي تلویزوني ټیم له کابله لیدنه کوله. کله، چې چاودنه وشوه زه په هغه تشناب کې وم، چې زما له شخصي دفتره يې هم لاره درلوده.

د کوټې کونج ته شوم، چې د کړکیو له شیشو خوندي شم څو شیبې وروسته، زما ساتونکي راورسیدل او زه یې د تلخونې پټنځای ته روان کړم په داسې حال کې، چې لکړې یې ځوړندې راپسې شاته را روانې کړې وې او تلویزوني ټیم د تماشاچیانو په توګه دا هرڅه لیدل. موږ هلته د دې انتظار ویست، چې دویمه چاودنه به کله کیږي. دویمه د معمول په څیر هغه وخت رامنځته کیږي کله چې یو ځل خلک د پیښې له قربانیانو سره د مرستې په موخه راټول شي. خو دویمه چاودنه ونشوله.

څو ورځې وروسته، په کوڅه کی د تیلو ټانکر درول شوی و. شک و چې په ټانکر کې کیدای شي چاودیدونکي توکي ځای پر ځای شوي وي. موږ بیا پټنځای ته ولاړو، د چاودیدونکو موادو کارپوهان له خپلو سپیو سره یوځای د پیښې ځای ته راغلل. د پلټنو وروسته یې موږ ته زرغون څراغ راکړ چې څه شی نشته او موږ کولای شو چې خپلو دفترونو ته د کارونو په موخه ستانه شو.

د سړک بلې غاړې ته د ملګرو ملتونو لویې دروازې ته مخامخ ټایګر په نوم د امریکایانو کمپ و. زه دغه کمپ په اړه د یو څه وخت لپاره نا ارامه وم. هر سهار به د دغه کمپ مخ ته د لاریو یو کتار ولاړ و، چې ځینو به د تیلو، ځینو نورو به د فاضله موادو او ځینو نورو به د توکو د لېږد په موخه ولاړې وې او کمپ ته به ننوتلې. ما امریکایي پوځي صاحب منصبانو ته خپله دا اندیښنه څرګنده کړې وه، چې د ښار په منځ کې د داسې یو کمپ درلودل څومره له ګواښه ډکه خبره کیدای شي. دې کمپ د ملګرو ملتونو، افغان بهرني مامورین، او ملکي وګړي له ستر ګواښ سره مخ کړي و. یو څو ګامه وړاندې د افغان ماشومانو یو ښوونځی و، چی یوې زورورې چاودنې شاوخوا ټولې ودانۍ له خاورو سره برابرولی شوی.

امریکايي افسرانو زموږ اندېښنو ته لنډ ځواب راکړ او زیاته یې کړه، چې دا موټر کوم ګواښ نه لري ځکه په ښه توګه پلټل کیږي او تردې ځایه بیا ورسره سکوریټي هم مل وي. موږ پوهیدو، چې مخالفینو په افغان امنیتي ځواکونو او کمپنیو کې ځانونه ځای پر ځای کړي وو. د دوی ډاډګیرنه زموږ د اندېښنو د راکمولو لامل نه شوه. له دې برید وروسته امریکایي ځواکونو غبرګون ښودنه پیل کړه. د آلمان پر سفارت برید د کمپ هغه بل اړخ ته و. زموږ دفتر ته څېرمه د خلکو او موټرو تګ راتګ لا کم شو. د ماشینګڼو پوستې جوړې شوې. که چيرې ځانمرګي راپېښ شي، چې مخه یې ونیول شي.

کانکریټي دیوالونه په داسې ډول سره ودرول شوي وو، چې د یو دهلیز بڼه یې غوره کړې وه. د لارۍ موټروان به تر هغې منتظر وي چې اجازه ورکړل شي. زموږ د مرکزي دفتر مخې ته سړک داسې اوچت کانکریټي جوړ شوی و چې دواړو خواته هیڅ څیز هم نه ترې لیدل کیده.

ګواښ د پام وړ تر بریده راکم شوی و، خو یوې ناوړه چاودنې اوس هم زموږ پر مرکز خپل اغیز ښیندلی شو. د فبرورۍ پر یولسمه د ښار په منځ کې، له موږ څخه څو سوه متره لیرې یوه چاودنه وشوه، خو دا ځل دغه چاودنه یوازې د یوه بم خبره نه وه بلکې یوه پیچلې چاودنه وه، چې په کې ځانمرګو له لاسي بمونو او اتومات وسلو کار اخیسته. اخ وډب څو ګړې دوام وکړ. ډیری وزارتونه تر برید لاندې وو او د تلفاتو شمیره لوړه وه. پړه پر حقاني شبکي ور واچول شوه. دا هماغه ډله وه، چې کال وړاندې یې پر سریناهوټل او هند سفارت بریدونه کړي وو. څو ورځې وروسته موږ داسې خبرونه تر لاسه کړل، چې همدا ډله د ملګرو ملتونو پر ودانیو باندې د برید چمتووالی نیسي.

امنیتي ګامونه مو بیا وارزول او نور مو هم کره کړل. زه د خپل غبرګون په اړه هیښ شوم کله، چې داسې برید ترسره کیږي نو زه به څرنګه له ورته پېښو سره مبارزه کوم؟ یو وخت زه له هان میلفلنډ سره په دفتر کې وم، چې د چاودنو غږ مو تر غوږه شو او ګرد مو ولید، چې له څوکیو پورته شو. ما له هغه وغوښتل، چې څوکۍ  له کړکۍ لیرې کړي، بیا مو خپلو خبرو ته ادامه ورکړه، چې امنیتي مامورین او ساتونکي راننوتل او د پیښې په اړه په راپور ورکولو سره زموږ خبرې اترې یې ګډوډې کړې. د اوومې مانۍ شاوخوا د راکټ لګیدلو سره عادت شوی وم، د شپې پر مهال دوه درې او کله اووه هم راتوغول کېدل. په ښکاره خو موخه ارګ، دفاع وزارت، چی له موږ څخه ایله څو کیلومتره لیرې وو، خو د راکټ موخه به دقیقه نه وه نو دا امکان و، چې زموږ په بڼ کې راپریوځي، خو له نیکمرغه هیڅکله داسې ونه شول.

کله به د چاودنې له غږ سره راویښ شوم او شېبه وروسته به بیرته بیده شوم. کله به هیڅ نه رابیداریدم ځکه عادت شوی وم. سهار به ساتونکی راته وویل: تیره شپه چاودنه شوې وه. کله کله به اندېښنې پسې واخیستم. ځینې ورځ به می فکر کاوه، چې زوروره چاودنه به دا کړکۍ یوه، یوه الوځوي او ښېښې به یې په خونه کې تیت و پرک پریوځي.

کله کله به پر سړک روان وم. داسې فکر مې کاوه، چې دا موټر خو په شکمن ډول سره پارک شوی دی. په ګڼ ټرافیک کې زموږ تر څنګ د تیلو لارۍ وه چې موږ یې مخه ونشوای نیولی. کله به، چې له ښاره بهر د جلال اباد پر سړک د ملګرو ملتونو دفتر ته راتلم نو د مسعود څلورلارې له لارې مو حرکت کاوه او له همدې ځایه به پر موټر بشپړه چوپتیا حاکمه شوه. کیڼ او ښي لور ته راسره به د بدرګې په توګه موټر روان وو، چې د بدې پېښې پر مهال مو وژغوري او یا په څلورلاري کې راسره مرسته وکړي، چې ژر ووځو. د وخت په تیریدو، ما دا ډول بې خونده احساس په پرلپسې توګه تجربه کړ. دغه بې خونده وضعیت په ما، په افغان او نړیوالو همکارانو هم بد اغیز کړی و. خو په اووم نمبر مانۍ کې به موږ ډیر کم د دې شیانو په اړه خبرې کولې. کاواکه امنیتي وضعیت پر موږ دا اغیز پریباسه، چې خپل لوری، د تګ مهال ویش دفترونو ته د تګ پر مهال سره بدل رابدل کړو او په مختلفو وختونو او لارو ځانونه وباسو.

زما موټر خپله یوه ستونزه وه. د ملګرو ملتونو د ټولو موټرو پر دواړو خواوو UN کښل شوی و او په داسې توګه برابر شوي وو، چې په کابل کې یې له بل هر موټر سره توپیر درلود. لنډه دا، چې موږ په ښار کې داسې سفر کاوه، چې په ښکاره مو چیغې وهلې، چې په موټر کې دننه څوک دي؟ پایله دا شوه، چې د موټر نمبرونه به کله کله بدلیدل رابدلیدل. د فریب په موخه به یو شمېر موټر له موږ وړاندې روان شول هغوی، ترڅو هغه ډلې پرې دوکه کړي چې موږ یې نښه کولو.

د موټر د پاکولو پر ځای، رومانیایي سرتېرو چټل کړ او پر داسې موټر یې واړوه، چې ځانته یې ډېره لږه پاملرنه ور اړوله. رومانیي محافظینو راته ویلي وو که هر څه خراب پېښ شول نو هغوی به د خپل کار د اسانۍ په موخه ما بې هوښه کوی. زه نه پوهیدم چې دوی جدي دي او که ټوکې کوي، خو خوشبختانه ما ته داسې څه پېښ نه شول چې دوی دا ډول کار راسره تر سره کړي.

ځینې نورې ورځنۍ چارې هم بدلې شوې. له اووم نمبر ودانۍ څخه تر سپنیز سوپر مارکیټ پورې د موټرو په کاروان کې له تګ څخه مې خوند اخیسته. خوند یې راکاوه، چې یو څو شېبې په سوپر مارکیټ کې وګرځم، د ږیري پل یا د سهارنۍ لپاره به مو څه دانې ( حبوب) او ځینې نور واړه توکي راونیسم. د سوپر مارکیټ ځوانو کارمندانو به په ( هلو) ویلو سره ښه راغلاست راته وایه او کوچنیو ماشومانو به هڅه کوله، چې زده کړي انګریزي کلیمات پر ما تمرین کړي. دا د ژوند ورځني خوندونه، چې د ساتونکو په شتون کې به مې اخیستل، په کابل کې د وروستیو ورځو پر مهال، دا کوچنۍ ساتیري هم له منځه ولاړه. وروسته پر سوپر مارکیټ برید وشو، یوه پوره افغان کورنۍ په کې له منځه ولاړه. موخه یې بهرنیان و، خو څه خبر، چې یوه ټوله کورنۍ به له منځه ځې.

زما نږدې ساتونکی ټیم اووم نمبر ماڼۍ ته را انتقال شو څو خپلو کارونو ته داسې مهال ادامه ورکړای شو چې امنیتي مامورینو  (سپین ښار) باله. دغه اصطلاح په ښار کې د نه ګرځیدلو په مانا وه. دا ډول حالاتو به ورځې یا څو ساعتونه اخیستل خو زما د دفتر نږدې همکاران به اوومې ماڼۍ ته راتلل، چې ځینې دفتري کارونه بشپړ کړو. کله به، چې ګواښونه زیات شول، نو بیا به حتی د ملګرو ملتونو موټرو هم اجازه نه درلوده، چې له اجازي او یا مخکینۍ خبرتیا پرته اووم نمبر ودانۍ ته داخل شي ځکه د دې ډار و، چې هسې نه د ملګرو ملتونو کوم موټر تښتول شوی وي او اووم نمبر ودانۍ ته لار ومومي. په ځینو سیمو کې چې زموږ مامورینو دندې تر سره کولې هلته له کابله څخه وضعیت ډېر خراب و. په کندهار کی د دفترد مامورینو تګ راتګ ډېر محدود شوی و. په افغانستان کې زما د دندې پر مهال دوی به د خپل دفتر، ایساف، سیمه یيزو چارواکو دفترونو او خپلو میلمستونونو پورې تګ راتګ کاوه، چې وروسته بیا دا تګ نور هم محدود شو. ما په دغو دفترونو کې له خپلو مامورینو څخه مننه وکړه، چې په داسې سیمو کې یې دنده تر سره کوله، چې هلته به ایساف خپل سرتیري په زغروالو موټرو کې استول، خو دوی به له وسلو پرته هلته خپلې دندې تر سره کولې خو بیا به یې هم رواني او فزیکي وضعیت نورمال و.

دافغانستان په لویدیز کې د هرات د ښکلا په اړه مې ډیر څه اوریدلي وو. کله، چې هرات ته ورسیدم نو چورلکه ولاړه وه، چې ما تر یوناما او د والي تر دفتره ورسوي. دلته هم زما له سفر یوه ورځ وړاندې د ملګرو ملتونو دفتر ته څیرمه راکټونه لګیدلي وو. دا برید هم کوم نااشنا برید نه و. دلته هم امنیتي وضعیت کاواکه برېښیده. ډېرو نظامي الوتکو موږ له والي او قومي مشرانو سره د لیدو په موخه بدرګه کړو. دا مهال د ایټالوي سرتیرو، افغان استخباراتو سربېره دوه سوه پولیس او بهرني سرتیري د سیمې امنیت ته ګمارل شوي وو. ما هرات یوازې د الوتکې له کړکۍ څخه لیدلای شو او بس!

له کندوز ولایت څخه مې لیدنه درلوده، خو زما له ورتګ وړاندې د برید ګواښ شوی و. موږ په بغلان کې د ملګرو ملتونو نوی دفتر پرانیست او بیا ګاونډي ولایت کندوز ته ولاړو. هنګري سرتیرو موږ تر چورلکې پورې بدرګه کړو. په یوستوي سرک موټر تیز روان و. سوله امیزو افغان مېرمنو چې ځانونه یې په چادریو کې رانغښتلې وو، هڅه کوله چې ځانونه په سړک غاړي ته کړي څو د موټرو له خواشیندونکو خټو او چټلو اوبو له مرداریو څخه ځانونه وساتي. پر سړک نور موټر هم دیته اړ ویستل کېدل، چې موږ ته پرته له کوم خنډ او ځنډ لار راکړي.

په هغه ورځ، چې زه په نظامي کاروان کې، چې شاوخوا د ملګرو ملتونو موټر محاصره کړی وم، ډیر خجالت وم ځکه موږ د افغانانو زړونه او مغزونه ونشو ګټلای. دلته هم د ګواښونو خبرونه رسیدلي و او هنګریانو نه غوښتل، چې وخت له لاسه ورکړي. له نیکمرغه افغانستان تل ګواښ او شخړه نه وه. زما تر ټولو په زړه پورې سفرونه او لیدنې له مرکزي سیمو څخه وې، په ځانګړې توګه بامیان ولایت! داهغه سیمه وه، چې هلته د بودا ۱۸۰ او ۱۲۰ فوټه مجسمې ولاړې وې. له نیکمرغه هلته په ځمکه کې کوم ویده بودا هم شتون درلود. که داسې وي، بامیان به یو ځل بیا د زرګونو بودایي ګرځندویانو مرکز شي. بامیان ته دهغې ویجاړۍ له کبله، چې په دیارلسمه پیړۍ کی چنګیزخان ور اړولې وه، د غم ښار هم ویل کیږي. نهه میله لرې د ضحاک ( سور ښار) پاتې شونې دي. هلته خلک په څمڅو کې اوسیدل. د ښار نوم د تیږو له رنګ څخه اخیستل شوی دی. په الوتکه کې د نیم ساعت مزله وروسته تاسې د افغانستان لومړني ملي پارک بند امیر ته رسیږې. د ۲۰۰۹ز په دوبي کې د بامیان والي حبیبه سهرابي له زه او BBC لیزډوسر هلته بلل شوي وو. سیمه د سترې ګرانډ کینین په څیر او یا له هغه هم ښکلې ښکاري ځکه، چې ښکته د شنو اوبو شپږ ویالې بهیږي. دا د مسلمانانو له مقدسو ځایونو څخه شمېرل کیږي. خلک داسې انګیري، چې اوبه یې شفا بښونکې دي. لیزډوسر غوښتل د افغانستان بل داسې انځور وړاندې کړي، چې خلک پوه کړي چې افغانستان کې له جنګ او جګړو پرته نو څیزونه هم شته. دا داسې یوه پروژه وه، ما غوښتل، چې په ډېره لیوالتیا په کې ونډه واخلم.

د بامیانو غرونه ښکلي دي. د بامیان هوایي ډګر ته په رسیدو، ما داسې فکر کاوه، چې دا غونډۍ د اولمپیک د سکې غونډیو په څیر یو بل پسې ښکاري. زه په دې فکر کې شوم، چې څنګه دا سیمه نړیوالې سیالۍ ته ننوتلی شي تر څود ژمي د سیاحت برخه شي. ډیر لږ ګرځندویان په ځانګړي  توګه نړیوال هغه له کابله راځي. دلته د سِلک روډ په نوم یو هوټل شته، چې یوې جاپانۍ چلوه او په افغانستان کې یې غوره سوشي ورکوله. زه دې ولایت او زیرمو یې ځانته کش کړم. بامیان دا وړتیا درلوده، چې د ډېرو ګرځندویانو لپاره دهدف بڼه راخپله کړي په ځانګړې توګه هغه، چې له تاریخي سیمو او زیارتونو سره لېوالتیا لري، د سکې او طبیعي عجایبو لپاره هم وړ ځای دی. پردې سربېره، دا ولایت د معدني زیرمو له کبله د اقتصادی او صنعتي ودې وړتیا هم په ځان کې لري.

ما هیله درلوده، چې ای کاش هغه څوک، چې دلته ولایت کوي دا عقل ولري، چې د دې سیمې زیرمې چې د ټول افغانستان ملکیت دی، په ښه ډول سره وکارولی شي، وده ورکړي، د طبیعت او تاریخ په ساتلو کې یې رول ادا کړای شي.

په ټولنیزه توګه بامیان یوه استثنا وه، له سیمه ییزو دفترو څخه لیدونو وښودله، چې زموږ مامورین په څومره سختو شرایطو کې ـ هغه که امنیتي وي او که د هستوګنې ـ ژوند کوي. هغه سیمې چې مخکې با امنه وې اوس له ګواښ سره مخامخ وې. ما دا هم ولیدل، چې د ملګرو ملتونو دفتر له نورو نړیوالو هغو سره توپیر درلود. هغوی به تیت و پرک سفرونه درلودل او سیمو ته به تلل خو خلک او مشران بیا په منظمه توګه زموږ دفترونو ته راتلل. دا نو لویه لاسته راوړنه وه. په سیمه ییزو دفترونو کې زمونږ زیات مامورین افغانان دي، چې د بهرنیانو او ولس ترمنځ یې د پل بڼه راخپله کړې وه. له بده مرغه کاواکه امنیتی وضعیت زموږ او د ولس ترمنځ اړیکې ټکنی کړې وې.

د دې کتاب نورې برخې دلته ولولئ:

      نورې برخې

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button