افغانستانخبرونهسلايډ

«کابل به راتلونکې اوونۍ د سولې اړوند د څلور اړخيزې ناستې کوربه وي»

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت څرگنده کړې ده چې کابل به راتلونکې اوونۍ د افغانستان د سولې بهیر اړوند د امریکا، چین، پاکستان او افغانستان د څلور اړخیزې ناستې کوربه وي. کابل داسې مهال له وسله والو مخالفینو سره د خبرو اترو د پيل اړوند د څلور اړخیزې غونډې کوربه دی چې ولسمشر اشرف غني یو ځل بیا هیله من دی چې د پاکستان په مرسته به له طالبانو سره د سولې خبرې پیل شي.

ځینو رسنیو راپور ورکړ، چې ولسمشر د پاکستان لوی درستیز، جنرال راحیل شریف ته له طالبانو سره د خبرو اترو اړوند راتلونکې مارچ میاشت د ضرب الاجل په توگه ټاکلې ده.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال، خیرالله ازاد وايي: «په دغه ناسته کې به د افغانستان د سولې خبرو اترو اړوند د لارې یوې جامع نقشې په اړه خبرې وشي او د خبرو د جزیاتو په باب به پرېکړه وشي چې چېرته او څنگه ترسره شي».

خیرالله ازاد ویلي، چې له هغو مخالفینو سره به خبرې وشي چې «غواړي سوله ییز ژوند ته راوگرځي»؛ خو هغوی چې پر جگړې ټینگار لري، د هغوی پر ضد به د افغانستان او پاکستان د حکومتونو له لورې «جدي اقدامات» ترسره شي.

که څه هم د بهرنیو چارو وزارت د گډونوالو هېوادونو رول مهم گڼي؛ خو تر اوسه څرگنده نه ده چې دغه ناسته به په کومه کچه وي.

دغه ناسته له هغې وروسته ترسره کېږي، چې ولسمشر غني د روانې میلادي میاشتې په پیل کې پاکستان ته د اسیا زړه ناستې کې د گډون په موخه سفر وکړ. پاکستان ته د غني سفر د دوو هېوادونو ترمنځ ترینگلې اړیکې یو ځل بیا عادي کړې. روانه اوونۍ د پاکستان د پوځ لوی درستیز، جنرال راحیل شریف هم په کابل کې د ملي يووالي حکومت له مشرانو سره وکتل.

تېر کال هم د ملي يووالي حکومت له رامنځته کېدو وروسته د سولې په تړاو هیلې راټوکېدلې وې؛ خو د طالبانو د پخواني مشر د مرگ خبر له خپرېدو سره هغه لړۍ وځنډېده. کله چې ملا اختر محمد منصور د طالبانو د نوي مشر په توگه وټاکل شو، د طالبانو یرغلیز بریدونه په کم ساري ډول زیات شول. اختر محمد منصور په خپلې لومړنۍ وینا کې د سولې اړوند خبرې «اوازې او تبلیغات» گڼلي وو.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button