افغانستانسلايډ

کابل: باګرامۍ ولسوالۍ په چاودنه کې یو تن سرتیری وژل شوی او درې تنه ټپیان دي

د کابل په باګرامۍ ولسوالۍ د حسین خیلو په سیمه کې نن سهار په ځايي وخت ۶ بجې د امنیتي ځواکونو پر رنجر موټر د مقناطیسي بم چاودنه شوې چې یو سرتېری وژل شوی او درې ټپیان دي.
د باګرامیو د ولسوال په وینا چاودنه د مقناطیسي بم په ترڅ کې شوې چې ملکي کسانو ته په کې زیان نه دی رسېدلی او یو تن سرتېری وژل شوی.
د پېښې پړه تر اوسه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.
په هېواد کې د مقناطیسي بمونو چاودنې ډېری د شخصي دښمنیو په پاللو کې منځ ته راځي.
اونۍ وړاندې د کابل په کوټې سنګي کې د مقناطیسي بم چاودنه شوې وه چې په ترڅ کې یې ۱ تن مړ وو او دری تنه ټپیان.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button