افغانستانراپورونه

کابل امن کنفرانس؛ محمود خان او افتاب شېرپاو ګډون نه کوي

سبا کابل کې درې ورځینی د سولې کنفرانس جوړېږي چې مشري به ولسمشر محمد اشرف غني او د عوامي نشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان کوي.
افغان حکومت د دغه کنفرانس کوربه دی.
د قومي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاو ته هم بلنه ورکړل شوې وه، خو هغه بښنه غوښتې.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ته هم بلنه ورکړل شوې وه، خو هغه دغه کنفرانس کې ګډون نه کوي.
شهباز خپرونې د یاد ګوند د یو غړي سناتور عثمان کاکړ له خولې لیکلي چې تر اوسه کنفرانس کې د ګډون پرېکړه نه ده شوې او محمود خان به کنفرانس کې ګډون و نه کړي.

Tags

Related Articles

Back to top button