افغانستانسلايډ

کابلوف: روسيه افغانستان کې د پوځي- سياسي اوضاع ويجاړتيا ته اندېښمنه ده

د روسيې بهرنيو چارو وزارت خبر ورکړی، چې روسيه او ايران افغانستان کې د پوځي- سياسي اوضاع ويجاړتيا ته ژوره اندېښنه لري. دغه وزارت ويلي، چې دواړو هېوادونو دې برخه کې گډو اړيکو ته د دوام ورکولو هوکړه کړې ده.

«ريانووستي» اژانس د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د يوه لوړپوړي چارواکي ضمير کابلوف له خولې ليکلي: «روسيه او ايران دواړه افغانستان کې د پوځي- سياسي اوضاع له وېجاړېدو ژور اندېښمن دي، ايران له روسيې ډېر د داعش ډلې د گواښ له ډېرېدو په وېره کې دی. دغه ډله چې نه يوازې افغانستان کې بلکې ټوله سيمه کې ثبات ته گواښ دی، ايران يې په اړه ناراحته دی». کابلوف افغانستان لپاره د روسيې د ولسمشر ځانگړی استازی هم دی، هغه پخوا ويلي وو، چې طالبانو سره د داعش په اړه استخباراتي معلومات شريکوي، خو طالبانو دا خبرې رد کړې.

کابلوف زياته کړې، چې موږ د دغو گواښونو د له منځه وړو لپاره افغان حکومت سره د مرستې لپاره پر گډه همکارۍ موافقه کړې ده.

هغه څرگنده کړه چې د افغانستان پوځي- سياسي او اقتصادي اوضاع ايران او نورو دوستو هېوادونو سره په گډه څاري او د ثبات هڅې يې کوي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button