افغانستانراپورونه

کابل؛ پولیسو د مسعود لسګونه ډزې کوونکي پلویان او بې سنده موټر نیولي

نن کابل کې د شمال ټلوالې د پخواني قومندان د وژلو ورځ د هغه د پلویانو له لوري نمانځل کېده.
احمد شاه مسعود ټیک اتلس کاله وړاندې په همدې ورځ تخار ولایت کې ووژل شو.
پولیس وایي، لسګونه هغه کسان یې نیولي چې د ښار نظم یې ګډوډوه.
خپرو شویو تصویرونو کې لیدل کېږي چې لسګونه کسان ولچک شوي او له پولیسو سره دي.
ملي پولیسو په خپلې فېسبوک پاڼې داسې تصویرونه خپاره کړي چې ښیي لسګونه موټر د پولیسو له لوري نیول شوي دي.
پولیسو ویلي چې دغو موټرو مجوز نه درلود.
د مسعود د پلویانو په مخامخ ډزو کې د کابل ګارنېزون یو سرتېری هم وژل شوی دی.
دغه ورځ هر کال د مسعود د پلویانو له لوري په هوایي ډزو او ښار کې د بې نظمه ګڼې ګوڼې جوړولو له لارې نمانځل کېږي.

Tags

Related Articles

Back to top button