افغانستانسلايډ

«ښځينه سرتېري له جنسي ځور سره مخ دي»

د يوې غير دولتي ادارې له راپور سره سم د افغانستان امنيتي ليکو کې ښځينه سرتېري د نارينه سرتېرو له لوري له جنسي ځور سره مخ دي. دغې ادارې ويلي، چې ښځينه سرتېرو ورته په دې اړه شکايتونه کړي دي.

د «شبکه زنان افغان» له موندنو سره سم چې پرون سه شنبه کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال څرگندې شوې، د افغانستان د امنيتي ځواکونو ليکو کې مېرمنو ته په منفي نظر کتل کېږي او په دې برخه کې ډېری کار کوونکې مېرمنې په دې باور دي، چې دې ادارو کې مېرمنو ته د احترام فرهنگ نه دی ځای شوی، ځکه نو هغوی ته په کمه کتل کېږي او له پامه غورځول شوې دي.

دا اداره وايي: «سره له دې چې کار ځايونو کې د جنسي ځور او ازار پر ضد نوې تگلاره رامنځته شوې ده، خو پلي شوې نه ده. همدا راز د هغو مېرمنو د شکايتونو د اورېدو هيڅ څرک نه ليدل کېږي، چې امنيتي ليکو کې له جنسي ځور سره مخ دي».

راپور کې ويل شوي: «کومې مېرمنې چې امنيتي ليکو کې کار کوي، د جامو بدلولو لپاره ځای نه لري، همداسې مېرمنو ته جلا تشنابونه جوړ نه دي». د بشر حقوقو د څار ادارې هم پخوا يوه راپور کې ويلي وو، چې لومړنيو اسانتياو (لکه تشنابونه او د جامو د بدلولو ځايونه) ته نه لاسرسي ښځينه پوليس له جنسي ځور سره مخ کړې دي.

دغو مېرمنو ويلي: «وسلو ته لاسرسی يې هم خورا محدود دی او د رسمي کارونو د ترسره کولو لپاره هم نقليه وسايل نه شي کارولی، پر دې سربېره د جرايمو په پلټنه او د پېښې ځای ته په رسېدو کې هم پرې محدوديتونه شتون لري».

د افغانستان ملي اردو کې دا مهال څوارلس سوه مېرمنې، پوليسو کې درې زره درې سوه شل او د ملي امنيت رياست کې شاوخوا اووه سوه مېرمنې شتون لري. هغوی ادعا کوي، چې منفي چلن ورسره کېږي او له حده ډېر تبعيض سره مخ دي.

«شبکه افغان زنان» دغه راپور د هيواد اتو زونونو کې د افغانستان د ملي امنيت رياست او دفاع او کورنيو چارو وزارتونو کې له دوو سوو ښځينه کار کوونکو سره د مرکو پر اساس برابر کړی دی.

د افغانستان د ملي امنيت رياست او دفاع او کورنيو چارو وزارتونو تر دې دمه د دې راپور په غبرگون کې څه نه دي ويلی.

بل پلو د «سلام وطندار» د هغو مرکو په لړ کې چې په دولتي او غير دولتي ادارو کې د مېرمنو د جنسي ازار په اړه يې له کار کوونکو مېرمنو سره کړي، هم ويل شوي، چې امنيتي ادارو کې مېرمنې له دې پديدې کړېږي. مرکه کوونکو مېرمنو ويلي، چې د دې لپاره چې رتبې يې لوړې شي، بايد د لوړپوړو چارواکو شيطاني غوښتنې ومني، که نه د کلونو کلونو لپاره به پرمختگ ونه کړي.

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button