پاموړ

ژوند خپله درته ښکلی کړئ

ژباړه: حمیدالله حمیدي

 په ذهن کې مو دغه څه تصویر مجسم کړئ:

د لمر وړانګې اسمان ته ځانکړې ښکلا ورکوي او رڼایي یې تر کړکیو زما کوټې ته را ننوځي او یوه ځانګړې فضا جوړوي. الوتنکي له خپلو ځالو را وځي او په خپلو خوږو نغمو زموږ د کور ټول شاوخوا یوه ځانګړې ښکلا پیدا کوي. د دې ښکلو اوازونو په اورېدو سره د انسان زړه له خوښیو پرواز کولو ته مجبورېږي، زه هم د طبيعت په شان له پوره انرژۍ سره د نن ورځې هرکلي ته تیاری نیسم.

څومره وخت لرم او کوم کارونه باید ترسره کړم؟

نن هغه ورځ ده چې پرون یې په تمه وې او دا اندېښنه درسره وه چې سبا به څه کېږي؟ او همدا نن دی چې سبا به یې په یاد راولې او ارمان به یې کوې. همدا نن ستا لپاره تېر او راتلونکی دی، اوس ستا خوښه چې څه ورسره کوې او څه ډول ګټه ترې پورته کوې؟

کله چې ورځ پیلېږي ستا لپاره یو ځل بیا د ژوند کولو چانس درکول کېږي تر څو خپل ژوند له سره پیل کړې، کله چې شپه راځي دغه چانس دې له لاسه وځي.

هره ورځ داسې ژوند وکړئ چې فکر کوئ همدا نن مو د ژوند وروستۍ ورځ ده. (محمد علي کلې)

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button