ادب

ژبه ولې مهمه ده؟

اسدالله غضنفر

یو خو هغه ژبه ده چې د بنیادمانو په خوله کې وي او د بدن یو غړی دی. ژبه د بدن د غړي په حیث په اصل کې د ذایقې د احساسولو نقش په غاړه لري. هغه ژبه چې دلته ورباندې غږېږو او د فیزیولوژیکې پدیدې په حیث نه بلکې اجتماعي ښکارندې په سترګه ورته ګورو، د بنیادمانو تر منځ د ارتباط نقش او ځینې نور نقشونه لري. د دې لپاره چې دغه اجتماعي پدیده وپیژنو، یوه تر ټولو ښه لاره دا ده چې نقشونو ته یې پام واړوو.

د ژبې یوه ډېره مهمه او بلکې تر ټولو مهمه دنده دا ده چې د بنیادمانو تر منځ له ارتباط سره مرسته کوي. انسان اجتماعي حیوان دی، دی مجبور دی له نورو سره شریک ژوند وکړي او له نورو سره په تفاهم کې واوسي. ژبه د پوهاوي تر ټولو مهمه ذریعه ده. د ژبې دا نقش دومره مهم دی چې ګڼو کسانو د هغې نور نقشونه له پامه غورځولي دي او په دې ډول یې د ژبې اهمیت کم کړی دی.

د ژبې بل مهم نقش چې د ځینو پوهانو په نظر یې تر لومړۍ دندې اهمیت کم نه دی، دا دی چې ژبه د فکر کولو ذریعه ده. مانا دا چې که ژبه نه وای، په غالب ګومان فکر کول به هم نه وو. مونږ که بېخي یوازې په خپل زړه کې هم په یوې موضوع غور کوو، دا غور او دا فکر د کلمو جامې اغوندي. پخوانو یونانیانو د نطق( خبره، وینا) او عقل لپاره د لوګوس Logos لفظ استعمالاوه. مطلب دا چې د خبرو کولو او دعقل، منطق او فکر کولو تر منځ یې بنیادي فرق نه لیده او د واحد مفهوم په سترګه یې ورته کتل .د انسان دا تعریف چې ناطق حیوان دی، د لرغوني یونان له زمانې راپاتې دی. د دې تعریف مطلب یوازې دا نه دی چې انسان یعنې خبرې کوونکی حیوان، مطلب یې دا هم دی چې انسان یعنې عقل لرونکی او د فکر څښتن حیوان. مونږ د سم فکر کولو پوهې ته منطق وایو چې له نطق څخه را اخیستل شوې کلمه ده.

هغه څوک چې له خپلې اصلي او مورنۍ ژبې څخه له استفادې کولو محروم شي، په حقیقت کې فکر کول او غور کول ورته سخته شي. دا سمه ده چې فکر په پټه خوله کېږي مګر لکه څنګه مو چې وویل په پټه خوله فکر هم د کلمو په مټ کېږي. که د یو چا اصلي او مورنۍ ژبه یعنې هغه ژبه چې په خپل زړه کې ورباندې غږېږي او له ځان سره ورباندې خواله کوي، بېله وي او د ښوونځي او ښوونې ژبه یې بېله وي، د فکر کولو او غور کولو په چاره کې له مشکل سره مخ کېږي، ځکه دی نور د خپل زړه او ذهن ژبې ته انکشاف نه شي ورکولای او کله چې دا انکشاف وځنډېږي، طبعا د فکر په انکشاف هم منفي اثر پرېباسي.

د ژبې بل مهم نقش د هغې هنري دنده ده. موږ ژبه د ښکلا د ایجاد لپاره هم کاروو. انسان د شعرونو، سندرو، کیسو او نورو ذریعو له لارې ژبنۍ ښکلا پنځوي او خپل عواطف او مکنونات بیانوي. هغه کسان چې د زده کړې ژبه یې مورنۍ ژبه وي، د عواطفو او مکنوناتو هنري کول او دغه راز د ژبني هنر په برخه کې د نورو له ایجاداتو خوند اخیستل او ورباندې پوهېدل ورته اسانه وي.

د نورو په هنري تجربو کې شریکېدل یا د خپلو تجربو هنري کول، له بنیادم سره مرسته کوي چې خپل عواطف وروزي او د فکر، کلتور، شخصیت او ظرافت یوه پرمختللي پړاو ته داخل شي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button