پاموړ

ډېن – حبيب الله لوظنامه /صفیه حلیم

په ۱۹۰۱ م د اکتوبر په مياشت کې، د افغانستان نوي اميرحبيب الله خان برطانوي هند حکومت ته ليک واستوه چې دی به د خپل پلار په سياسي پاليسي عمل کوي. وايسراې لارډ کرزن سمدلاسه هغه هند ته وروبللو چې پخوانۍ لوظنامې تصويب کړي.
امير د دې اړتيا نه ليدله او د سفر نه يې معذرت وکړو. کرزن په دویم فروري ۱۹۰۲ م کې بل ليک ورواستاو او غوښتنه يې ترې وکړه چې د دواړو ملکونو تر منځ د اړيکو د ښه کولو لپاره نوی تړون ضرور دی. هغه د انګريز ليک ته ځواب ورکړو چې د ۱۸۸۰ م (دویم افغان جنګ پای) لوظنامه په ځای ده. په دې جواب، انګريزانو داسې وګڼله چې امير د روسانو سره پټې معاملې کوي. په ۱۹۰۲ م سپتمبر کې امير ته د روسانو له خوا يو ليک کې د تجارتي اړيکو وړانديز شوی و. خو امير ورته جواب وليکلو چې په دې معامله دې پخپله برطانيې سره خبرې وکړي ځکه د افغانستان خارجه چارې د انګريزانو په لاس کې وې.
په شپږم جون کرزن يو بل ليک کې ټينګار وکړو چې خبرې اترې ضرورې دي ځکه امير عبدالرحمان هر تړون ته د برطانيې مخالف مانا ورکوله. اوس دوی ځان پوهول غواړي چې نوی امير ورته څه مانا ورکوي؟ د ګندمک او ډيورنډ لوظنامو کې برطانيې د افغانستان امير ته په شخصي حيثيت کلنۍ روپۍ (سبسيډي) ورکولې چې د بهرنۍ حملې په وخت يې وکاروي.
د کرزن په درېیم ليک امير حبيب الله شپږ مياشتې ورته هيڅ ځواب ورنکړو. هغه د خواړو او ښکار نه علاوه په جنسي لذت ځان مصروف ساتلې و. هر چار واکي ته امر شوې و چې خپلې ښځې به د چار شنبې په ورځ د هغه دربار ته وراستوي. په ۱۹۰۳ م د افغانستان په ځينو سيمو کې د کولرا وبا ګډه شوه خو د عامې روغتيا لپاره هيڅ انتظام نه و. امير حبيب الله د ۳۰ غړو يو مشاورتي جرګه جوړه کړه چې پکې د اولس د ښيګڼې خبرې کيدې خو څه اختيار يې نه لرلو.
د امير له دې چلند سره برطانيې د افغانستان پېسې او وسله ورباندې بند کړل. دا د هغه په شخصي لګښتونو يو ګوزار و چې پکې د يوې نوې ماڼۍ (دلکشا) جوړول، حرم، ښکار او د عکاسۍ شوق شامل وو. وايي چې امير په ښکار کې ټپي شو نو يو انګريز ډاکټر برټ يې درملنې لپاره ورغلو. ده د ډاکټر نه جنسي قوت د زياتولو مشوره وغوښتله.
د کرزن په فيصله، لندن کې د کابينې وزيرانو مداخله وکړه او هغه ته يې وويل چې که امير ته پېسې او د جنګ پر وخت د مرستې خبره ومني نو دی به راضي شي. دوی غوښتل چې امير د روسانو پر ضد د يو امکاني جنګ په وخت انګريزپوځ ته پخپله خاوره د تېرېدو اجازه ورکړي. افغانستان ته يې په دې شرط وسله خرڅوله چې نه به یې د برطانوي هند پر ضد کاروي او نه به یې پښتنو قبايلو ته ورکوي. په هرات او کابل کې د افغان پوځ سره خپل پوځي افسران ساتل يې هم غوښتل.
د امير له خوا دوه ليکونه هند ته ورسېدل چې يو د نومبر په ۲۷ او بله د دسمبر په نهمه ليکل شوی و. په دې کې د انګريزانو د رويې نه سخته ګيله وکړه او ویې ليکل چې نوي امير ته يې د خپل ملک د چارو سمبالولو موقع ورنکړه او هغه يې هند ته وربللو. بله دا چې غونډه ضرور ده خو په مناسب وخت او ځای کې. دا يې هم وليکل چې که د انګلستان د ملکه وکټوريه په مړينې د هغې ټولې لوظنامې بيا نه تصويب کېږي نو زما د پلار تړون ولې بيا تصويب شي؟ که داسې ده نو افغانستان ازاد دی چې روسانو سره پخپله خوښه لوظنامه وکړي. تر ټولو مهمه خبره يې دا وليکله چې که د برطانيې سره د افغانستان ټولې لوظنامې شخصي وې نو بيا د ډيورنډ تړون هم هيڅ مانا نه لري.
امير حبيب الله په سيستان کې د پارس او د افغانستان تر منځ سرحد د ټاکلو کار انګريز ته په سپارلو خوښي څرګنده کړه. هنري ميکمهون ته يې اجازه ورکړه چې د دوی له خاورې پارس ته لاړ شي او د انګريز پوځي مشاورينو د ساتلو خبره يې هم خوښه کړه.
اميرحبيب الله د خپلو صلاح کارو په مشوره، روس او برطانيې دواړو سره يو شان چلند کوو. په ۱۹۰۳ م کې کله چې روسانو د افغانستان په شمال کې مداخله کوله، د دوی يو ډګرمن اې- سي- يېټ چې د پولې نه اوړيدلی و، ونيول شو او څو اونۍ يې بندي وساتلو. پخوا د دې چې روس ورباندې څه غبرګون ښکاره کړې واې، انګريزانو خپل يو استاځی، ايچ – آر– سي- ډابز هرات ته ورواستوو. هغه پخپل سر د افغانستان په خاوره، ترکمنستان سره سرحدي ستنې جوړې کړې. بيا د روسي سرحد په اړه یې معلومات راټولول چې د امير حبيب الله له خوا د شړلو امر يې تر لاسه کړو او د مشهد د لارې ووتلو.
په نومبر ۱۹۰۳ م کې د برطانيې او روس تر منځ اړيکې په ښه کېدو شوې او د بل کال په پېل کې امير حبيب الله پخپل دربار کې د انګريز استاځي “سر لويس ويليم ډېن” هر کلی وکړو. د انګريز په اجنډا کې د روس خبره مهمه وه نو ځکه يو کلک تړون ته يې لاره هوراوله. په خبرو کې څو مياشتې تيرې شوې او امير حبيب الله، لويس ډېن ته وویل چې خبرې به د افغانستان په شرايطو وي. د هغه مشاورينو د يو نوي تړون مسوده جوړه کړه چې پکې د برطانيې نه د (سبسيډي) ټولې پېسې او د هر ډول وسلو د اخيستو اختيار غوښتلو. د نورو خبرو او مرکو نه وروسته د يوې پاڼې لوظنامه دستخط شوه چې پکې د وخت هيڅ قيد نه و.
دغه د “ډېن حبيب الله” تړون و چې متن يې داسې دی-
“بسم الله الرحمن الرحيم. اعليحضرت سراج الملة والدين امير حبيب الله خان د افغانستان او په هغې پورې د اړوندو سيمو خپلواک پاچا له يوې خوا او ښاغلی سر لوئيس ويليام دين د باعظمته هندوستان د بهرنيو چارو وزير او د انګلستان د پاچهي دولت ښاغلی استازی له بلې خوا – اعليحضرت پادشاه سراج الملة والدين په دې وسيله مني، چې په کورنيو او بهرنيو چارو کې د تړون د غټو او وړو مسئلو په برخه کې او هغه پرېکړه، چې زما پلار والا حضرت ضياء الملة والدين نور الله مرقده د انګلستان له دولت سره رامنځته کړي او عمل يې پرې کړی و، زه هم هاغه منم، عمل پرې کوم او د هغې پر خلاف به ګام پورته نکړم. همدا راز ښاغلی سر لوئيس په دې وسيله مني، چې هماغه پرېکړه او تړون چې د انګلستان دولت د اعليحضرت سراج الملة والدين له ارواښاد پلار، والا حضرت ضياء الملة والدين سره د کورنيو، بهرنيو او نورو په اړه کړی و، زه هغه ټول په خپل ځای د اعتبار وړ بولم او ليکم، چې د انګلستان دولت به په هېڅ لامل د هغې پر خلاف ګام پورته نه کړي.
۱۳۲۳ هجري محرم الحرام ۱۴- سه شنبه، ۱۹۰۵ م د مارچ ۲۱ مه نېټه پر کابل کې مهر او لاسليک شو- امير حبيب الله خان- لوئيس ويليام دين.”
برطانيې له افغانستان څخه بنديزونه ليرې کړل، د پېسو ورکولو لوظ يې وکړو او ډيورنډ ليکه پخپل ځای پاتې شوه. په متن کې دا وضاحت نشته چې دا يو ملي تړون و او که شخصي؟
امير په دې خوشاله و چې د دوی خپلواکي ته زيان و نه رسېدو او انګريز سره يې کلک چلند وکړو. انګريز په لومړي ځل ده ته د هز ميجسټي (جلالت ماآب) وويل چې يواځې خپلو سيالو ته يې ورکوو. برطانيې ته پرې څه تاوان و نه رسېدو خو دا ورته جوته شوه چې افغانستان د روسيې سره ملګرتيا نه غواړي.
په ۱۹۰۷ م کې د هند نوي وايسراې لارډ منټو په بلنه امير حبيب الله هند ته په رسمي سفر لاړو او هغه ته د ۳۱ توپو سلامي وشوه چې دا د هغه لپاره د وياړ خبره وه. خو په کلکتې کې د هغه جنسي بې لارېتوب دغه حد ته ورسيدو چې انګريزانو په زوره بيرته واستاو.
د افغانستان خارجه پاليسي او د سرحدونو اختيار هم هغسې د برطانيې په لاس کې پاتې شول. د “ډېن حبيب الله تړون” د ډيورنډ د ليکې دویم تصويب و.
صفيه حليم

سرچينې
۱. افغانستان د تاريخ په بهير کې-مير غلام محمد غبار. ژباړن: اورنګزيب ارشاد،دانش خپرندويه ټولنه، ۱۳۹۳ لمريز- ۲۰۱۵ ز. ۹۵۴ مخ.
۲.پښتانه د تاريخ په رڼا کښې. سيد بهادر شاه ظفر کاکاخيل. يونيورسټي بک ايجنسی خيبر بازار پيښور.۲۰۰۶ م ۸۳۴ مخ
۳.افغانستان او سرحد- يوه تاريخي جائزه. پروفيسر عبد الحئ، ريټايرډ ډپټي ډايريکټر کالجز، محکمه تعليم صوبه سرحد پشاور. ۱۹۸۸ م ۳۱۵ مخ
3. Afghanistan and British India 1793 – 1907. A study in Foreign Relation. Asghar H. Balgrami
Sterling Publishers(P) Ltd. New Delhi-16 pp from 244 to 255.
4.Games without rules. The often interrupted History of Afghanistan. Tamim Ansary. Public Affairs, New York. 2012. P101.
4. Butcher and bolt. Two hundred years of Foreign Engagement in Afghanistan. David Lyon.2009. Kindle Edition. Chapter 8

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button