خبرونهسلايډ

ډېر کار سړيو ته ګټه او ښځو ته تاوان لري

يوه نوې څېړنه ښکاره کوي چې سړي د ډېر کار قابليت لري، مګر په مقابل کې ښځې ډېر کار نه شي کولای، خو که ډېر کار وکړي، د سرطان په څېر د خطرناکو ناروغيو ښکار کېدای شي.

ياده څېړنه کې راځي چې د ښځو د کار اندازه په اوونۍ کې څلوېښت ساعته کېدای شي، مګر که له دې ډېر شو د سرطان امکان ډېرېږي او ورسره د زړه او نورو خطرناکو ناروغيو لامل کېدای شي، خو بلې خوا ډېر کار سړيو ته ګټه لري.

دغه څېړنه د اوهايو پوهنتون کې ترسره شوې. څېړونکي وايي چې د تجربې له پاره يې اووه زره او پنځه سوه داسې کسان چې عمرونه يې تر ۳۲ کلونو ټيټ نه وو، رابللي وو او تجربه يې پرې ترسره کړې. پوهانو د ياد اووه زره او پنځه سوه کسانو د کار او ورسره د زړه ناروغۍ او سرطان په اړه پوښتنې کړې دي.

پايلو ښکاره کړې چې هغه ښځې چې په اوونۍ کې تر ۴۰ ساعتونو ډېر کار کوي، کله چې يې عمر پنځوس کلونو ته رسېږي روغتيايي حالت يې د خرابېدو له خطر سره مخ وي. خو کله چې د کار وخت تر ۶۰ ساعتونو په اوونۍ کې زياتېږي، بيا د شکر مرض، سرطان، زړه او التهاب ناروغيو خطر درې چنده زياتېږي.

حيرانوونکي خو دا ده، چې ډېر کار پر سړيو بده اغېزه نه لري. کله چې سړي په اوونۍ کې تر څلوېښتو ساعتونو ډېر کار وکړي، بيا يوازې له يوه مرض سره مخ کېدای شي.

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button