پاموړ

لغمان کې د کرکټ معياري لوبغالی جوړېږي

د افغانستان د کرکټ بورډ اجرائیوي رئیس شفیق الله ستانکزي په داسې حال کې چې د کرکټ بورډ تخنیکي مرستیال تاج ملوک عالم، د یاد بورډ اداري مرستیال عزیز الله فضلي، د اجرائیوي ریاست مرستیال دوست محمد نظري او د سپین غر زون مسول بختیار ساحل یې ملتیا کوله نن د لغمان والي عبدالجبار نعیمي سره د خپل کار په دفتر کې لیدنه وکړه.

پیل کې ښاغلي ستانکزي لغمان والي ته د خپل سفر د موخې په اړه وویل چې دوی نن دې ولایت ته په دې خاطر سفر کړی تر څو دلته د کرکټ لوبې لپاره د ځانګړې شوې ځمکې څخه له نېږدې کتنه وکړي او تر څنګ یې په لغمان کې د میعاري لوبغالي د جوړېدو لپاره د ولایت مقام سره له یوې خوا خپل تطبیق کېدونکی پروګرام شریک کړي او له بلې خوا په ځینو برخو کې د مرستندویانو د مرستو د را جلبولو په خاطر د ولایت له رهبرۍ څخه همکاري وغواړي.

د کرکټ بورډ اجرائیوي رئیس زیاته کړه چې په لغمان کې به ډېر ژر د دغه میعاري لوبغالي د جوړېدو چارې پیل کړي چې په دې برخه کې د یاد بورډ کارونه په چټکۍ سره روان دي او په لومړي قدم کې به د دغه لوبغالي د احاطې، د چمن او اوبو د سیستمونو  د جوړولو او د لوبغاړو او اداري څانګې لپاره د یوې ودانۍ د جوړولو چارې پیل شي.

نوموړي له ښاغلي نعیمي وغوښتل تر څو د دغه جوړېدونکي میعاري لوبغالي په ځینو برخو کې د ډونرانو مرسته او همکاري را جلب کړي.

وروسته لغمان والي په خپلو خبرو کې د کرکټ بورډ راغلي پلاوي ته په دې ولایت کې د کرکټ لوبې د پرمختګ او ځوانانو لپاره د نورو سپورتي لوبو د اسانتیاوو په برابرولو کې د هر اړخیزې همکارئ او په دې برخه کې د لا زیاتې هڅې او تلاش ډاډ ورکړ.

عبدالجبار نعیمي زیاته کړه چې د ځوانانو لپاره د ورزشي لوبغالو د جوړولو او هغوی ته په دې برخه کې د لازمو سهولتونو د برابرولو او سپورت ته د ځوانانو د هڅونې په برخه کې ولایتي اداره هوډمنه ده او په جدیت سره په دې اړه خپلې هلې ځلې کوي چې دا مهال هم په لغمان کې د یو سر پټي جمنازیوم کارونه په چټکۍ سره پر مخ روان دي چې په نېږدې راتلونکي کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

ښاغلي نعیمي د کرکټ بورډ اجرائیوي رئیس او ور سره راغلي پلاوي ته ډاډ ورکړ چې په دې ولایت کې به نه یوازې د کرکټ بلکې د ټولو سپورتي لوبو د پرمختګ لپاره خپل ټول شته امکانات په کار واچوي او په دې برخه کې به خپله هر اړخیزه همکاري له لوبغاړو دریغ نه کړي.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button