روغتيا

ډېر خواږه مو د ګردو په ناروغۍ اخته کوي

دا خو ټولو ته څرګنده ده، چې ډېر خواږه د شکرې او چاغوالي لامل ګرځي، مګر تر څنګ يې يوه بله خطرناکه ناروغي هم پېښدای شي.

دا بايد په پام کې ولرو، چې ډېر خواږه خواړه او پیپسي ډوله بوتلونه مو د گردو پر ناروغۍ اخته کوي.

دا خبره په يوه نوې طبي څېړنه کې ثابته شوې ده.

څېړنه کې ويل شوي، چې خواږه مشروبات د ګردو ناروغي پيدا کوي. څېړنه کې دا هم ويل شوي، چې د ګردو ناروغي او خوږو مشرباتو په اړه څېړنې ثابته کړې، چې هره ورځ خواږه مشروبات کارول مو د ګردو په ناروغۍ اخته کوي.

د طبي کارپوهانو په وينا دوی د موږکانو پر روغتيا د څېړنې په ترڅ کې هغوی ته خواږه مشروبات ورکړي او د وخت په تېرېدو يې ورو ورو ګردو کار پرېښی او پړسېدلي دي.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button