راپورونهسيمه او نړۍ

ډیر امکان شته دا ځل پاکستان تور لیست کې داخل شي

د پاکستان د خزانې مشر عبدالحفیظ شیخ ویلي، هڅه کوي د (ایف ای ټي ایف) له خړ نوملړ څخه د خپل هېواد نوم وباسي خو څېړونکي وایي، اوس هم دا خطر شته دی چې د پاکستان نوم تور لیست ته داخل کړل شي. په پاکستان کې د ای ایم ایف پخوانی استازی ندیم الحق وایي، پاکستان ښایي د ایف ای ټي ایف ځینې شرایط پوره کړي وي خو د ترهګرو پر ضد یې مبارزه کې کومه ښکاره لاسته راوړنه نه ده درلودلې.

هغه زیاته کړې پاکستان د هغو ترهګرو په نیولو کې هم پاتې راغلی دی چې نړۍ یې غوښتنه کړې وه. په ورته وخت کې د امریکا د ووډرو ویلسن څېړنیز مرکز د سویلي اسیا پروګرام مرستیال مشر مایکل کوګلمن وایي، اسلام اباد باید په دې پوه شي چې په بنکاک کې هر څه ویل شوي او دی ډاډه دی چې تر اوسه لا خطر له منځه نه دی تللی.

بل لور ته په امریکا کې د سویلي اسیا یو بل څیړونکی جېمز شوېملېن هم په دې باور دی چې پاکستان ډېر کم ګامونه پورته کړي او ښایي تور لیست ته شامل کړل شي.

Tags

Related Articles

Back to top button