افغانستانسلايډ

ډنډ شهاب الدين کې جگړې زور اخيستی

د بغلان ډنډ شهاب الدين سيمه کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ بېگا راهيسې جگړې زور اخيستی دی. چارواکي وايي، د دې سيمې پاکولو سره به د کابل برېښنا په بشپړ ډول سمه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې چارواکو درې ورځې وړاندې په څو ساعتونو کې د برېښنا راتېرولو ژمنه کړې وه، خو د خلکو په وينا دغه څو ساعتونه په ورځو بدل شول.

د بغلان د امنيه قوماندانۍ امنيتي امر سمونوال عبد الرشيد بشير رسنيو ته ويلي، امنیتي ځواکونو له درې لوريو پر وسله والو مخالفينو تعرض کړی، څو ژر تر ژره سيمه ونيسي او د برېښنا شرکت کارکوونکي هلته په رسېدو د برېښنا جوړولو پاتې ستونزې هوارې کړي.

خو بل لور ته د سيمې خلک وايي، طالبانو بېگا د جگړې په ترڅ کې امنيتي ځواکونه پر شا تمبولي او مرگ ژوبله يې ور اړولې ده او لا هم جګړه په زور کې روانه ده.

بغلان کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ روانو جگړو کې نږدې دېرش زره کورنۍ اغېزمنې شوې، چې گڼو يې خپلې سيمې پرېښودې. د ډنډ غوري او ډنډ شهاب الدين بې ځايه شويو اوسېدونکو رسنيو ته وويل، د ملي اردو بمباريو او د توپونو او هاوانونو ډزو يې کورونه ونړول او له اووه سوو ډېرو ملکيانو ته يې مرگ ژوبله واړوله. خو چارواکو د خلکو دغه خبرې رد کړې او زياته يې کړه، چې امنيتي ځواکونو په ډېر پام جگړه پر مخ بېولې ده.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button