افغانستانسلايډ

ډاکټر عبدالله سبا ايران ته ځي

اجراييه رييس ډاکټر عبدالله سبا دوشنبه په درې ورځني رسمي سفر ايران ته ځي.

د اجراييه رياست مطبوعاتي دفتر وايي، چې ډاکټر عبدالله د ايراني چارواکو په رسمي بلنه تهران ته ځي او هلته به لوړپوړو ايراني چارواکو سره په دوه اړخيزو اړيکو خبرې وکړي.

د ډاکټر عبدالله د سفر موضوع په اړه څه نه دي ويل شوي.

د ملي وحدت حکومت له پيله دا لومړی ځل دی، چې اجراييه رييس ايران ته سفر کوي.

له دې وړاندې د روان کال وري مياشت کې په دوه ورځني سفر ايران ته تللی و.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button