شعر

ډالۍ!

ښار لیونی کوڅې خالي سړک تنها پاتې دی
چا ځان په لاره کې پریښی بینوا پاتې دی

شرنګ یې را ویښ کړ خوبولی دی حیرانه ناست دی
تیاره خوره ده ګریوان لوند دی په ژړا پاتې دی

په تلو، تلو کې د راتلو، راتلو خبرې وشوي
په تلو، تلو کې هغه پاتې دی همدا پاتې دی

تندې اخیستی لار ترې ورکه ده سراب یې مخکې
غره ته یې کاڼي دې نیولي په صحرا پاتې دی

یار سره ناست دی انتظار دی چې راځي به کله
ځان یې پریښی دی ځلانده بې اروا پاتې دی

ډاکټر فیض محمد ځلاند

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button