پاموړ

چینایي ساینس پوهانو د غوماشو خطرناک ترین نسل له مینځه یوړ

په لومړي ځل چینایانو په غوماشو داسې ازموینه تر سره کړه چې د غوماشو خطرناک ترین نسل ایشین ټایګر چې د ډیرو خطرناکو ناروغیو عامل کیږي له مینځه وړي.

د انکسټون نیوز وېبسایټ وايي، چینايي پوهانو د چین په ګوانګژو ښار په جنوب دوه جزیرو شیزې او دیداوشاو کې د غوماشو نسل ختمولو یو کامیابه تجربه کړي.

دغه راپور زیاتوي چې ګوانګژو ښار کې د غوماشو خطرناک نسل ایشین ټایګر په ډیره پیمانه شتون لري چې له امله خطرناکې ناروغۍ لکه ډینګي تبه او ملاریا خپریږي، ساینس پوهانو ۲۰۰ میلونه غوماشي لومړی په دغه جزیرو کې خوشي کړي بیا يي یو خاص ډول شعاوې پرې خپري کړي له دې وروسته يئ درې ډوله مصنوعي انتاني ناروغۍ د حشراتو پواسطه خپرې کړي چې ددغه انتان او شعاوو نر غوماشي کې د نسل زیاتوالي قوه له مینځه یوړه چې له امله په راتلونکي دوه کلونو کې ددغه غوماشو نسل مکمل له مینځه لاړ.

د شیزي جزیرې یو اوسیدونکي ليهون وايي، دا تجربه زموږ لپاره یو جادو وه، مخکې په دې جزیره کې د غوماشو یو بد حال وه، کله چې ساینس پوهانو نور غوماشي د تجربې لپاره دلته راوړل نو زموږ ژوند يې نور هم سخت کړ، کله چې ټول غوماشي ختم شول نو موږ دې پوهانو ته د شک پر سترګه کتل خو اوس يې هر سړی صفت کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button