خبرونهسيمه او نړۍ

چینايي یَن نړیواله کرنسي ومنل شوه

نړیوال وجهي صندوق چینایي ین یې د خپل ریزرف لست پولي واحدونو کې شامل کړ. دا د چین د لپاره په نړیواله کچه یوه ستره لاسته راوړنه ده. پر چینایي ین سربیره نړیوال وجهي صندق په خپل ریزرف کې درې نور پولي واحدونه امریکایي ډالر، برتانوي پونډ او چاپاني ین کې ساتي.

په دې اړه د نړیوال وجهي صندوق مشرې، چرسټن لاګارد په خپلې وینا کې وویل: «دا یوه ستره لاسته راوړنه ده. د چین اقتصاد به د نړۍ له اقتصادي سیستم سره یوځای مزل کوي».

دې همداراز وویل: «چینایي ین د چین د حکومت له لورې تر کلکې څارنې لاندي دی. موږ هیله لرو چې دوی به نور ین ازاد پریږدي. چینايي ین اوس نور د امریکایي ‌ډالرو تر څنګ یوه نړیواله کرنسي ده. باید چې ازاد بازار یې ارزښت وټاکي».

د یادونې وړ ده چې امریکایان د چین حکومت په دې تورنوي چې ګواکې دوی په خپل لاس د ینو ارزښت ټیټ ساتي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button