خبرونهسلايډ

چینايي سوداگریزې توکي حیرتان بندر ته رسېدلي دي

د حیرتان بندر چارواکو له رسنیو سره منلې چې تېره شپه ناوخته چینايي توکي د ریل له لارې حیرتان بندر ته رسېدلي دي. شاوخوا دوه هفتې وړاندې له چین څخه ریل ګاډی حرکت کړی وو چې د ترکمنیستان له لارې افغانستان ته روارسېد.

دا لومړی ځل دی چې چینايي توکي افغانستان ته له چین څخه په مستقیم ډول رارسېږي. د اقتصادي چاروکارپوهان په دې نظر دي چې دا د افغانستان لپاره ستره لاسته راوړنه ده چې له چین سره مستقیمې اړیکې ولري.

تر دې مخکې چینايي توکي افغانستان ته د کراچۍ او ایران له لارې رارسېدل چې ډېر لګښت پرې راته.

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button