سلايډسيمه او نړۍ

چين کې د ځمکې ښويېدو له امله ۳۳ ودانۍ نړېدلي او لسگونو کسان وژل شوي

د چين سوداگريز ښار شيزين کې د ځمکې ښوېدو له امله ۳۳ ودانۍ نړېدلې او په دغو ودانيو کې گڼ کسان بند پاتې دي، چې نهه سوه يې مرستندويه ټولنو ژوندي راويستي دي.
چينايي چارواکي وايي، چې اوس هم نږدې سل کسان د نړيدلو ودانيو لاندې بند دي او د راوېستو لپاره يې هڅې روانې دي.
شيزين د گوانگ ډانگ ايالت يو صنعتي ښار دی او هانگ کانگ سره سرحد لري.
د چارواکو په وينا اته دېرش زره مربع متره ځمکه ښوېدلې ده.
داسې راپورونه هم ورکول شوي، چې د ځمکې ښوېدو له امله د سيمې نږدې پيټرول پمپ کې هم چاودنه شوې ده.
ځايي رسنۍ وايي، چې د واورې غر او ځمکه هغه مهال وښوېده، چې شاروالۍ دغه سيمه کې د ښار خاورې او خزلې اچولې.
چين کې د پرمخ تلونکي صنعت سربېره، دغه هېواد کې دا ډول پېښې مخ پر زياتېدو دي او پر چينايي چارواکو نيوکې کيږي، چې د کارگرانو د ژغورنې لپاره وړ گامونه نه پورته کوي
د چينايي رسنيو په وينا پنځلس سوه مرستندويان له اړينو وسايلو سره د پېښې ځای ته رسېدلي دي.
تېر نومبر کې هم زينجينگ ولايت د ځمکې ښوېدو له امله۲۵ تنه وژل شوي وو.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button