سيمه او نړۍ

چين: اورښتونو سلگونو کسانو ته مرگ ژوبله اړولې

چينايي رسنۍ خبر ورکوي، چې په مرکزي او سويلي برخو کې اوو ايالتونو کې سختو بارانونو او راتليو سېلابونو سلگونو کسانو ته مرگ ژوبله اړولې ده.

ياد ايالتونو کې په تېرو ورځو کې له لسو تر پنځوسو سانتي مترو اورښت ريکارډ شوی، چې په ساعت کې د شپاړلس سوه کيلو متره په چټکتيا بادونه هم ورسره مله دي.

چينايي چارواکي وايي، چې د يانگزه سيند شاوخوا سيمې اورښتونو او سېلابونو ځپلې دي، چې له امله يې تر دې دمه يو سل اتيا تنه وژل شوي، پنځه څلوېښت نور بې درکه دي او سلگونه نور ټپيان دي.

د چين تازه بارانونو او سېلابونو دري دېرش ميليونه وگړي زيانمن کړي دي او له امله يې گڼو سيمو کې لارې کوڅې تړل شوي دي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button