افغانستانسلايډ

چارواکي: جرم او يمگان په بشپړ ډول د طالبانو ولکه کې دي

د بدخشان چارواکو خبر ورکړی، چې جرم او يمگان ولسوالۍ لا هم په بشپړ ډول د وسله والو طالبانو په ولکه کې دي او طالبان د بدخشان گڼو نورو سيمو کې هم فعاليت لري.

د بدخشان چاراواکي دا خبرې په داسې وخت کې کوي، چې وسله والو تېر کال د بل هر ولايت په پرتله بدخشان کې ډېرې سيمې او ولسوالۍ د حکومت له ولکې وويستې او په مياشتو مياشتو يې په خپل کنترول کې وساتلې. د بدخشان والي احمد فيصل بيگزاد رسنيو ته ويلي: «دوه ولسوالۍ په بشپړ ډول د دښمن لاس کې دي او په ځينو نورو ولسواليو کې هم گواښونه شته».

دا په داسې حال کې ده چې وسله والو سږ ژمی هم د دولت پر ضد خپلو بريدونو کې کمی را نه ووست، چارواکي اندېښنه لري، چې د گرمۍ په راتگ به د وسله والو فعاليتونه لا پراخ شي.

طالبان وتوانېدل بدخشان کې تېر کال د جگړو په اوږدو کې سلگونه امنيتي سرتېري ووژني، خو امنيتي ځواکونه وايي، د راتلونکو جگړو لپاره پوره تياری لري.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button