افغانستانسلايډ

چارواکي: امنيتي مسؤولين د خلکو په تښتونو کې ککړ دي

فارياب کې په دې ورستيو کې د سړو تښتولو پېښو زور اخيستی، چې له امله يې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د فارياب امنيتي چارواکي مني چې يادې پېښې ډېرې شوې دي او امنيتي مسؤولين په کې پوره ونډه لري.

د چارواکو په وينا ډېری دغه پېښې د امنيتي موټرو (رنجر) په مرسته ترسره کېږي.

د فارياب امنيه قوماندان سيد اقا اندرابي رسنيو سره په خبرو کې ويلي دي، چې د سړي تښتونې ډېرې پېښې د خلکو د خپلو خپلوانو او نږدې کسانو له لوري رامنځته کېږي.

ښاغلی اندرابي وايي، يوازې په تېره يوه مياشت کې ۴ ورته پېښې رامنځته شوې دي، د هغه په وينا یو شمېر کسان د پوليسو له يونيفارم او تجهيزاتو نه په ګټه اخستو دغه جرمونه ترسره کوي.

اندرابي ژمنه وکړه، چې ډېر ژر به دغه خلک مالوموي او عدلي او قضايي ارګانو ته به يې ورپېژني.

ولسي جرګه کې د فارياب د خلکو استازي نقيب الله فايق هم د امنيه قوماندان د خبرو په پخلي ويلي، چې فارياب د هېواد له نا امنو ولايتو څخه دی او په دې وروستیو کې په کې د سړي تښتونې پېښو کچه لوړه شوې ده.

نوموړي د کوم تن يا ډلې نوم وانخيست، خو ويې ويل، چې مالومې کړۍ په دې پېښو کې ککړې دي، د ښاغلي فايق په وينا تېره اونۍ نامالومو کسانو له امنيتي موټرو په ګټه اخيستو يو زرګر او دوه کوچنيان وتښتول، چې دوه تنه يې د پيسو په بدل کې راخوشې شول.

د فارياب د علماو شورا مرستيال غلام نبي غفوري هم ټينګار کوي، چې امنيتي مسؤولين په دې پېښو کې لاس لري، هغه وويل، دوی بايد ژر په ګوته شي او ونيول شي.

د فارياب خلک وايي، د سړي تښتونې پېښو د ډېرېدو له کبله له سترې ستونزې سره مخ دي، تل په وېره کې وي او په ډېر پام خپل ورځني کارونه پر مخ وړي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button