روغتياسلايډ

څېړنه: کوم کوچنیانو کې چې ډار او ویره وي خوله لګوي

کله چې د کوچنیو ماشومانو غاښونه راپیدا کیږي نو د خولې لګول ورسره شروع کیږي، په کوچنیانو کې دا عمل فطري ده خو پوهان وايي، چې څه وجه ده کوچنیان خولې لګوي؟

ددې ځواب پوهانو د یوې څېړنې په پایله کې کړي، د امریکا د مشیګن پوهنتون پوهان وايي، موږ د ډیر وخت نه په دې هڅه کې وه چې ولې کوچنیان د غاښونو د پیدا کیدو پر وخت خولې لګوي، خو بالاخره پر دې څېړنه کې کامیاب شو، موږ کوچنیان د یوې اوږدې مودې لپاره تر مطالعې لاندې ونیول دې نتیجې ته ورسیدو کله چې کوچنیانو غاښونه راوتل شروع شي نو خوله لګول د هر کوچنی فطري کار ده خو هغه کوچنیان چې د ډار، مایوسي او کمزوري وي نو په دې ماشومانو د خولې لګول ډیر لیدل کیږي.

دغه پوهان وايي، کوچنیانو ته دا ګرانه ده چې یو څوک څنګه پوه کړي د خپل غږ د رسولو لپاره خولې لګولو ته ترجیح ورکوي نو ځکه دغه کار وروسته چې دې کوچنیانو سره چې کوم کار کیږي دغه کوچنیان نور هم مظبوتوي.

خو له بل پلوه یوې بلې څيړنې کې چې پوهانو کړې وايي، هغه کوچنیان چې د پنځو کلونو کم عمر لري د هغو ټولو معلومات مو ټول کړل له دغو معلوماتو معلومه شوه هغه کوچنیان چې صبر او حوصله نه لري او خپله خبره په نورو په زور مني نو دغه کوچنیان خولې لګوي.

ورته مطالب

Back to top button