غير مصنف

څېړنه: افغانستان کې امريکايي وسلې پر طالبانو پلورل شوي

د برتانيې يوه څېړنيز بنسټ څرگنده کړې ده، چې افغان ځواکونو ته د استول شويو امريکايي وسلو يوه ستره برخه هلته پر وسله والو مخالفینو پلورل شوې ده، چې هغوی بېرته د افغان دولت او امنيتي ځواکونو پر ضد کارولې ده. لندن کې د (AOAV) په نوم د دغه بنسټ څېړنه ښيي، چې ۲۰۰۱ز کې پر افغانستان د امريکا د بريد له پيله تر ۲۰۱۵ز پورې دغه وسلې پلورل شوې دي.

له راپور سره سم امريکا په دومره موده کې افغانستان او عراق ته نږدې يو نيم مليون ميله سپکې او درنې وسلې استولې دي، چې له پنټاگون سره د دې وسلو د يوازې درې سلنه برخې ريکارډ شته. واشنگټن پوسټ ورځپاڼې هم دوه ورځې وړاندې په دې اړه خبر ورکړی و.

د (AOAV) راپور ښيي، چې امريکا د دغو وسلو د رانيولو لپاره څلوېښت مليارد ډالر لگولي دي. امريکايي چارواکي وايي چې د افغانستان د امنيت د تامين لپاره يې تر دې دمه شاوخوا اويا مليارد ډالر لگولي دي.

راپور کې دي: «موږ له ډېرو څېړنو وروسته معلومه کړه چې د څوارلس کلونو په اوږدو کې افغانستان او عراق ته شاوخو يو نيم مليون ميله سپکې او درنې وسلې لېږل شوې دي، چې د امریکا دفاع وزارت سره د دې وسلو يوازې درې سلنه ثبت دي». واشنگټن پوسټ په دې اړه ليکلي وو، چې امريکا دغه وسلې دې هېوادونو کې خپلو دوستانو او پلويانو ته ورکړې دي، خو په دې اړه يې هيڅ حساب کتاب نه دی نيولی.

راپور زياته کړې چې همدغه وسلې د امریکا د پلويانو او دوستانو له لوري په تور بازار کې پر وسله والو طالبانو پلورل شوې دي او لا هم پلورل کېږي، چې طالبان يې بېرته د امريکا او حکومت پر ضد کاروي.

راپور د دولت د وسله والو مخالفینو له لوري د ولسواليو او امنيتي مرکزونو نيول او د امريکا له لوري ځينو وسله والو ډلو ته د هوا له لوري وسلې غورځول هم هغه لاملونه ښودلي، چې له لارې يې امريکايي وسلې د وسله والو لاسو ته لوېږي.

د افغانستان ډېری شنونکي هم وايي چې د هېواد امنيتي ادارې له پراخ اداري فساده ډکې دي او ستر قراردادونه له شفافيت او څارنې پرته ترسره کېږي.

خو د افغانستان دفاع وزارت دې برخه کې د فساد شتون ردوی او وايي چې امنيتي ځواکونو ته وسلې د وزارت تر څارنې لاندې ورکول کېږي. د دې وزارت وياند دولت وزيري وايي چې پوځ ته ورکول کېدونکي وسلې پرسونل ته نه ورکول کېږي بلکې د دفاع وزير په امر د اړتيا پر اساس پر قطعاتو وېشل کېږي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button