پاموړ

څوک لوبډلمشر وټاکو؟

فياض حميد

له هغې ورځې راهيسې چې (نوروز منګل) مو له لوبډلمشرۍ لاس واخيست، د يوې لويې ستونزې سره لاس او ګرېوان يو، هغه دا چې پياوړي لوبډلمشران لرو  چې  د لوبډلمشرۍ مخکې يې توپوهنه ډېره پياوړې وي،خو کله چې د لوبډلمشرۍ بوج يې پر اوږو بار شي، نو بيا دی د لوبډلې پر اوږو بارېږي. دغې لويې ستونزې  پر ملي لوبډله ډېر فشار وارد کړی دی، ځکه په يوه لوبډله کې هغه وخت لوبغاړي ډېره روحيه اخلي، کله چې يې لوبډلمشر ښه توپوهنه يا ښه توپ اچونه تر سره کوي، خو که لوبډلمشر په پرلپسې توګه په توپوهنه يا توپ اچونه کې ناکامېږي، نو لوبډله يې تر فشار لاندې راځي او توپوهنه نه شي کولای. دغه ستونزه تر ډېره په توپوهونکي لوبډلمشر کې ليدل کېږي، د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې چې کله يونس خان لوبډلمشر وټاکه نو په يوه ورځنيو سياليو کې يې توپوهنه ډېره خرابه شوه، که څه هم لوبډله او لوبډلمشري يې ډېره پياوړې وه، خو بيا يې هم له لوبډلمشرۍ لېرې کړ، ځکه پاکستان ته  تر ټولو مهم (يونس خان) و، نه د هغې لوبډلمشري.  همدا کيسه زموږ په لوبډله کې هم تکرارېږي، د (نوروز منګل) وروسته (محمد نبي عيساخېل) لوبډلمشر شو، نوموړی پياوړی الراونډر او يو ښه لوبډلمشر دی، خو د لوبډلمشرۍ دروند بوج د هغه په توپوهنه دومره منفي اغېز وکړ چې نوموړي نږدې دوه کالو کې هېڅ کومه نيمه سليزه ترسره نه کړه، په داسې وخت کې چې (عيساخېل) به په منځني نمبر توپوهنې ته راتلو او په دغه نمبر توپوهونکي باندې ټوله لوبډله ډډه کوي. کله چې نبي عيساخېل په دې پوه شو چې لوبډلمشرۍ مې په توپوهنه منفي اغېزه کړې، نو له لوبډلمشرۍ  لاس په سر شو. اوس هغه څه چې د (نبي عيساخېل) سره شوي وو، د (اصغر ستانکزي) سره تکرارېږي، (اصغر ستانکزي) هم له لوبډلمشرۍ مخکې ښه توپوهنه کوله، د استراليا پر وړاندې يې هم نيمه سليزه وهلې، خو وروسته له هغې ورځې چې لوبډلمشر شوی دی، ښه توپوهنه يې نندارې ته نه ده وړاندې کړې.

دلته د دغې درېواړو لوبډلمشرانو (نوروز، نبي، اصغر) پر سياليو او منډو رڼا اچوو چې دوی د لوبډلمشرۍ په دوره کې او د لوبډلمشرۍ پرته څومره منډې کړې دي، دغه دواړه دورې يې سره پرتله کوو، دا به جوته شي چې لوبډلمشرۍ پرې اغېزه کړې يا نه؟

نوروز منګل

په نړيوالو يوه ورځنيو سياليو کې:

(نوروز منګل) ټولټال (۴۷) نړيوالې يوه ورځنۍ سيالۍ ترسره کړي دي چې په (۲۲) لوبو کې لوبډلمشر او په (۲۵) لوبو کې عادي لوبغاړی پاتې شوی، چې دلته يې تاسو ته بېل بېل لنډيز وړاندې کوم.

د لوبډلمشر په توګه:

سيالۍ: ۲۲

منډې: ۴۴۰

په يوه سيالۍ کې ډېرې منډې: ۷۰

اوسط: ۲۵.۸۸

سليزې: نشته

نيمه سليزې: ۲

 

د عادي لوبغاړي په توګه:

سيالۍ: ۲۵

منډې: ۶۵۶

په يوه سيالۍ کې زياتې منډې: ۱۲۹

اوسط: ۲۸.۵۲

نيمه سليزې: ۲

سليزې: ۲

 

په نړيوالو شل اوريزو سياليو کې:

نوروز منګل ټولټال (۳۰) نړيوالې شل اوريزې سيالۍ ترسره کړې دي، په (۱۳) سياليو کې لوبډلمشر او په (۱۷) سياليو کې د عادي لوبغاړي په توګه لوبېدلی دی، دلته يې لنډيز وړاندې کوو.

 

د  لوبډلمشر په توګه:

سيالۍ: ۱۳

منډې: ۱۶۸

په يوه سيالۍ کې زياتې منډې: ۲۷

اوسط: ۱۵.۲۷

سليزه او نيمه سليزه: نه لري.

 

د عادي لوبغاړي په توګه:

سيالۍ: ۱۷

منډې: ۲۸۶

په يوه سيالۍ کې ډېرې منډې: ۶۵

اوسط: ۱۷.۸۷

سليزه: نشته

نيمه سليزې: ۲

محمد نبي عيساخېل

په نړيوالو يوه ورځنيو سياليو کې:

محمد نبي عيساخېل ټولټال (۶۱) نړيوالې يوه ورځنۍ سيالۍ ترسره کړې دي چې په (۲۸) لوبو کې لوبډلمشر او په (۳۳) کې عادي لوبغاړی پاتې شوی. دلته يې د ټولو سياليو لنډيز وړاندې کوو:

د لوبډلمشر په توګه:

سيالۍ: ۲۸

ټولې منډې: ۶۰۱

په يوه سيالۍ کې زياتې منډ: ۷۷

اوسط: ۲۶

سليزې: نشته

پنځوسيزې: ۳

د عادي لوبغاړي په توګه:

سيالۍ: ۳۳

ټولې منډې: ۸۶۸

په يوه سيالۍ کې زياتې منډې: ۱۱۶

اوسط: ۳۲

سليزې: ۱

نيمه سلېزې: ۵

 

په نړيوالو شل اوريزو سياليو کې:

محمد نبي عيسی خېل ټولټال  (۳۵ ) شل اوريزې سيالۍ کړې دي چې په (۱۲) سياليو کې لوبډلمشر او په (۲۳) سياليو کې عادي لوبغاړی پاتې شوی، دلته يې د ټولو سياليو لنډيز لوستلای شئ.

د لوبډلمشر په توګه:

سيالۍ: ۱۲

منډې: ۱۳۲

ډېرې منډې: ۴۶

اوسط: ۱۳.۲۰

سلېزې: نشته

نيمه سليزې: نشته

 

د عادي لوبغاړي په توګه:

سيالۍ: ۲۳

منډې: ۳۴۹

په يوه سيالۍ کې ډېرې منډې: ۴۳

اوسط: ۱۹.۳۸

سليزې: نشته

پنځوسيزې: نشته

 

اصغر ستانکزی

په نړيوالو يوه ورځنيو سياليو کې:

اصغر ستانکزي ټولټال (۵۳) نړيوالې يوه ورځنۍ سيالۍ ترسره کړي، چې په (۱۰) سياليو کې لوبډلمشر او په (۴۳) کې د عادي لوبغاړي په توګه لوبېدلی، دلته يې تاسو درنو لوستونکو ته د دواړو دورو لنډيز راوړو.

د لوبډلمشر په توګه:

سيالۍ: ۱۰

منډې: ۱۴۰

ډېرې منډې: ۳۹

اوسط: ۱۴

سلېزې: نشته

نيمه سليزې: نشته

 

د عادي لوبغاړي په توګه:

سيالۍ: ۴۳

منډې: ۹۰۴

ډېرې منډې: (۹۰) نا سوځېدلې

اوسط: ۲۴

سليزې: نشته

پنځوسيزې: ۵

 

په نړيوالو شل اوريزو سياليو کې:

اصغر ستانکزي ټولټال (۲۶) نړيوالې شل اوريزې سيالۍ ترسره کړې دي چې په (۱۳) کې لوبډلمشر او په (۱۳) کې د عادي لوبغاړي په توګه لوبېدلی. دلته يې لنډيز راوړو:

د لوبډلمشر په توګه

سيالۍ: ۱۳

منډې: ۲۵۳

ډېرې منډې: ۵۱

اوسط: ۲۳

سلېزې: نشته

نيمه سليزې: ۱

 

د عادي لوبغاړي په توګه:

سيالۍ: ۱۳

منډې: ۲۱۰

ډېرې منډې: ۴۹

اوسط: ۱۹

سليزې: نشته

پنځوسيزې: نشته

 

اوس که د درېواړو لوبغاړو د لوبډلمشرۍ او د عادي لوبغاړي په توګه د لوبېدو دورو ته وګورو او دواړه دورې سره پرتله کړو، نو دا په ډاګه کېږي چې د درېواړو لوبغاړو پر توپوهنه لوبډلمشرۍ منفي اغېزه کړې، ځکه د لوبډلمشرۍ په دوره کې يې توپوهنه خرابه او له لوبډلمشرۍ پرته ښه توپوهنه کوي.

ددې لپاره چې اصغر ستانکزی مو هم د ورته پېښې چې له نبي عيسی خېل سره شوې وه، ښکار نه شي، بايد پر وخت يې بديل پيدا او لوبډلمشر وټاکل شي، اصغر ستانکزی پرته له شکه چې يو ښه توپوهونکی دی، په ډېرو سياليو کې يې د پياوړو لوبډلو پر وړاندې ښې منډې جوړې کړې دي، خو اوس وخت کې د لوبډلمشرۍ  دروند بوج يې توپوهنه خرابه کړې، که دا همداسې دوام وکړي، نو اصغر ستانکزی به ددې جوګه هم نه وي چې په لوبډله کې دې ځای ورکړل شي، د يادونې وړ ده چې د افغانستان د کرکټ په تاريخ کې د اصغر ستانکزي لوبډلمشري تر ټولو پياوړې لوبدلمشري وه، ځکه په پرلپسې توګه يې يو بشپړ غړيتوب لرونکي هېواد ته ماتې ورکړې، لومړی يې د هغوی په کور او بيا په خپل کوربه توب ترې سيريزونه وګټل، د ستانکزي په لوبډلمشرۍ کې ملي لوبډله او ځينې لوبغاړي په نړيوالو درجه بنديو کې مخکې راغلل، بل ګټور کار يې دا وکړ چې ګڼ شمېر نوي لوبغاړي يې ملي لوبډلې ته راوستل او ټول ګټور ثابت شول، خو دده توپوهنه هغه ډول پاتې نه شوه څنګه يې چې له لوبډلمشرۍ  مخکې ترسره کوله، که وغواړو لوبډلمشر بدل کړو، نو څوک بايد لوبډلمشر شي؟ دلته يې پر ځينو بديلونو بحث کوو.

لومړی بايد دا ووايم چې زموږ توپوهونه د توپ اچونې په پرتله کمزورې ده، نو ځکه مو هر توپوهونکی لوبډلمشر ډېر تر فشار لاندې راځي، که هڅه وکړو او يو توپ اچوونکی لوبډلمشر وروزو او بيا يې وازمايو ، نو کېدای شي ډېر ګټور ثابت شي، ځکه زموږ توپ اچوونکي پياوړي دي، ژر د فشار لاندې نه راځي، بله داچې که  يو توپ اچوونکی مو د لوبډلمشرۍ سره خراب هم شي، بديلونه يې ډېر پيدا کېږي، خو د (نبي، اصغر او شينواري) بديلونه ډېر کم پيدا کېږي او د داسې لوبغاړو  کارکردګي خرابېدل هم لوبډلې ته ډېر زيان اړوي.

 

وېکټ ساتونکی لوبډلمشر:

که وګورو  ډېرو بشپړ غړيتوب درلودونکو لوبډلو خپل هغه وېکټ ساتونکي چې په پرلپسې توګه په لوبډله کې لوبېږي، يا د  کرکټ په اصطلاح (Regular Batsman) وي، د خپل لوبډلمشران وټاکل او پايله يې ټولې نړۍ وليده چې ګټوره وه، د بېلګې په توګه: هندوستان هېواد (مهندرا سنګهـ ډوني) خپل لوبډلمشر وټاکه، هغه د نورو لوبغاړو په پرتله ځوان او نوی لوبغاړی و، خو د هندوستان لپاره يې لومړی شل اوريز او بيا پنځوس اوريز جام وګاټه. دا ډول سریلانکا خپل لوبډلمشر (سنګاکارا) وټاکه چې لوبډله يې د نړيوال جام پايلوبې ته ورسوله، د بنګلادېش لوبډلې ته که وګورو، د (مشفق الرحيم) په لوبډلمشرۍ کې د اسيا جام پايلوبې ته ووتل. د نيوزيلينډ لوبډله د (میککالم) په کپتانۍ کې د لومړي ځل لپاره د نړيوال جام پايلوبې ته ووتله، د جنوبي افريقا لپاره (ډيويليرز) هم تر ټولو  ښه لوبډلمشر وپېژندل شو، ځينې هغه لوبډلې چې لوبډلمشران يې وېکټ ساتونکي نه و، د هغوی وېکټ ساتونکي بيا د لوبډلې مهم توپوهونکي نه و، د کومو لوبډلو وېکټ ساتونکي چې مهم لوبغاړي و، د خپلو لوبډلو لوبډلمشران يې وټاکل، نو که (شهزاد محمدي) د ملي لوبډلې لوبډلمشر شي، ممکن د افغانستان لپاره ډېر ګټور ثابت شي، خو دلته هم دا وېره احساسېدلای شي چې ګواکې د شهزاد توپوهنه به هم د تېرو لوبډلمشرانو په شان خرابه شي. بيا موږ کولای شو، د امتحاني دورې په ډول يې لوبډلمشر او امتحان يې کړو.

 

الراونډر لوبډلمشر:

د الراونډرانو په برخه کې مو محمد نبي امتحان کړی، خو که فکر وکړو د (محمد نبي) توپ اچونه د هېڅ کوم فشار لاندې نه ده راغلې او هغه وخت چې لوبډلمشر و، توپ اچونه يې په ښه ډول کوله، خو  ملي لوبډلې د محمد نبي عيسی خېل توپوهنې ته ډېره اړتيا درلوده، نه توپ اچونې ته، نو له دې دا څرګندېږي چې لوبډلمشري په توپ اچونه نه بلکې په توپوهنه ډېره منفي اغېزه کوي، دې ته په کتو موږ کولای شو، داسې يو الراونډر  لوبډلمشر وټاکو چې توپوهنه کمه او توپ اچونه ډېره کوي، يا هم تېز توپ اچوونکی وي، چې هم د لوبډلمشرۍ وړتيا ولري او هم الراونډر وي.

 

د بېلابېلو فارمټونو لپاره بېل بېل لوبډلمشران ټاکل:

که دا ستونزه همداسې دوام وکړي او وخت پر وخت مو لوبډلمشران بدل او د ښه توپوهونکو له لاسه ورکولو وېره وه، نو بيا کولای شو دغه فشار تر يوې اندازې راکم کړو، هغه داسې چې د ملي لوبډلې لپاره په درېواړو فارمټونو کې بېل بېل لوبډلمشران وټاکو، نو ممکن تر يوه بريده دغه فشار  په درې لوبډلمشرانو وويشل شي او کم شي. د ټېسټ سياليو لپاره اصغر ستانکزی، د يوه ورځنيو سياليو لپاره (شهزاد محمدي) او د شل اوريزه سياليو لپاره (جاوېد احمدي، شفېق الله شفق، ګلبدين نايب او ميرويس اشرف) څخه يو غوره کړو.

يادونه: ما (فياض حميد) د کرکټ او ملي لوبډلې د يوه مينوال په توګه خپل  نظر چې د ملي لوبډلې د لوبډلمشرۍ په اړه مې درلود، د يوې لیکنې په ترڅ کې له تاسو سره شريک کړ، کېدای شي تېروتنې هم ولري، خو د يوه مينوال او  سپورتي  خبريال په توګه دا خپل مسؤليت ګڼم چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د لا ښه کېدا لپاره خپل نظر  له نورو سره شريک  کړم.]

په نړۍ کې د ملي لوبډلې د ځلېدا په هيله

فياض حميد

ژوندون راډيو ټلوېزيون

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button