پاموړ

څه ډول له خپل ذهن سره اړیکه ټینګه کړو؟

ژباړه: حمیدالله حمیدي

هڅه وکړئ که وکولای شئ په اونۍ کې یوه ورځ هم له خپل ذهن سره اړیکه ټینګه کړئ؛ ځکه دغه اړیکه کولای شي چې تاسو لا نور هم پیاوړي شئ. د دې لپاره چې هر ډول ستونزمنې پوښتنې ته مو ځواب ویلی وي، لومړۍ یې له ځانه وپوښتئ.

کله چې وزګار یاست او د ارامۍ احساس کوئ، په یو ځانګړي ځای کې یوازې کېنئ، سترګې پټې کړئ او یوه ښکلې منظره مو په ذهن کې مجسمه کړئ، وروسته فکر وکړئ چې یو کس ستاسو پر لور را روان دی، کله چې دا کس درته نږدې راځي، ګورئ چې دا تاسو خپله یئ، په داسې حال کې چې دغه کس به له تاسو سره ډېر توپیر لري.

تاسو یو خوشال او ارام کس یئ او ستاسو په ذهن کې انځور شوی کس ستاسو خپل ذهن دی. له هغه سره خبرې پیل کړئ او په هغه څه کې چې ستونزه لرئ، له هغه یې وپوښتئ، ځواب ته یې په پوره دقت سره غوږ شئ، هڅه مه کوئ چې په یوه جلسه کې ور څخه زیاتې پوښتنې وکړئ، یوه او یا دوئ پوښتنې کافي دي. کله چې مو پوښتنې ځواب شوې له تصویر کړي کس څخه مننه وکړئ او هڅه وکړئ چې ورو ورو خپل اصلي حالت ته را وګرځئ.

لیکل هم له خپل ذهن سره د اړیکې یوه بله لاره ده؛ هغه وخت چې مو طبعیت جوړ وي او د ارامۍ احساس کوئ، له ځانه د ځینو ستونزو په اړه پوښتنه وکړئ، بې له ځنډه لومړی ځواب درسره ولیکئ او ذهن ته اجازه مه ورکوئ چې د بل څه په اړه فکر وکړي.

“د ارواپوهنې له نظره، د انسان ذهن د هغه د اروايي ماشینرئ یوه داسې برخه ده چې تل فعال وي. ارواپوهان زیاتوي، تاسې چې د خوب پر مهال کوم خوبونه وینئ، دا د ذهن د بیدارۍ دلیل دی.

دا چې د انسان ذهن یا روان چېرته دي؟ ایا کولی شو هغه په سترګو ووینو او یا یې په لاسونو لمس کړو؟ د دې پوښتنو ځواب «نه» دی.

دا ځکه چې موږ په مستقیم ډول نه شو کولی د انسان ذهن او روان ته لاسرسی ولرو، پر دې اساس ارواپوهان د انسان ذهن او روان د هغه د بهرنیو غبرګونونو او چلندونو له مخې تر مطالعې لاندې نیسي. ذهن او روان بېلابېلې برخې لري؛ لکه شعور، لا شعور، حافظې او مختلفې ذهني عملیې لکه تفکر، تخیل، تعقل، احساس، ادراک او نور په خپله لمن کې رانغاړي.”

د مصطفی صفا د لیکنې یوه برخه.

 

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button