روغتيا

څه وکړو ترڅو زموږ د ماشوم د خولې بد بوی له منځه لاړ شي ؟

ژباړن : عطا محمد میاخېل
روغ ماشومان ( حتی غټان ) کله وخت خوله یې بد بوی کوي، د دې بد بویۍ له لاملونو څخه کولای شو، لاندې مواردو ته اشاره وکړو :
د خولې وچوالی :
که چېرې ماشوم مو د خولې له لارې ساه باسي د بېلګې په توګه : د پوزې بندښت لري، نو په دې اساس په خوله کې یې شته بکتریاوې په ډېر احتمال سره، پرته له کومې ستونزې وده کوي .
بهرنی جسم : 
یو نخود، لوبیا، د لوبو کوچنی سامان او یا یو بل شی، چې ماشوم په خپله پوزه کې ایښی دی، ښایي همدا څیز یې د خولې د بد بوی لامل شوی وي . دا پېښه په ځانګړې توګه په ماشومانو او په هغو ماشومانو کې چې نوي په ګرځېدو راغلي وي، چې معمولاً په هر څیز پسې ورځي، په هغوی پورې تړاو نه لري، بلکې ګډ ( مشترک ) دي .
نامناسبه حفظ الصحه :  
طبیعي بکتریاوې په خوله کې ژوند کوي او د غاښونو په منځ کې د خوړو په کوچنیو ذراتو، د وریو په کرښو، د ژبې پرمخ او یا د ماشوم د مرۍ په تانسلونو باندې اغېزه ښندي . همدا د خولې د بد بوې لامل ګرځي، په ځانګړې توګه که چېرې خواړه د اوږد مهال له پاره په خوله کې پاتې شي .
 
د ترخو او تېزو خوړو خوړل :
که چېرې ماشوم مو له سبزیجاتو لکه : د پیاز او هوګې له خوړلو څخه خوند اخلي، باید پوه شئ، هغوی چې په موقتي ډول، تر هغه وخته چې د هاضمې په سیستم کې یې شتون لري، په تنفس باندې اغېزه ښندي .
ناروغۍ یا ځانګړي شرایط :  
کله وخت د سینوزیت انتان، د تانسلونو پړسوب او یا حتی موسمي حساسیتونه کولای شي د خولې د بد بوی لامل شي . ځینې ماشومان چې له معدې څخه مرۍ ته د تېزابو د راپورته کېدو په ناروغۍ اخته دي، خوله یې بد بوی کوي .
د غاښونو چینجي وهل او یا د غاښونو آبسې :
دا کولای شي په هر عمر کې د هلکانو په غاښونو باندې اغېزه وکړي او د خولې د بد بوی لامل شي . معمولاً د ناروغیو په رامنځته کېدو یا د وریو په ټپ کې مشران ملامت دي، مګر هلکان په دې اړه کومه ملامتیا نه لري .
د خپل زوی د خولې له بد بوی سره څه وکړم ؟
  په ډیری مواردو کې ځواب د خولې او غاښونو حفظ الصحه ده .
۱ ـــ که چېرې ماشوم مو نوی زېږېدلی دی، هڅه وکړئ چې ورۍ او ټول غاښونه یې وروسته له هر ځل خوړو او یا مخکې له ویده کېدو ورته پاک یا مسواک کړئ، دغه راز تاسو کولای شئ، په ډېر آرامۍ سره په ژبه یې مسواک ووهئ ( البته په دې عمر کې ډوډۍ خوړلو ته اړتیا نه لري ) .
۲ ـــ کله چې ماشوم مو له نوې زېږېدلې مرحلې څخه را ووت، ورته مسواک ووهئ ( په پایله کې دا ورزده کړئ، چې خپل غاښونه مسواک کړي ) هغه هم په ورځ کې دوه ځله او یو ځل له ویده کېدو مخکې، کله چې دوه کلن شو د وریجو د کوچنۍ دانې په اندازه د غاښونو کریم ورته وکاروئ، له دوه کلنۍ وروسته د یوه نخود په اندازه او له پنځه کلنۍ وروسته د یوې کوچنۍ لوبیا په اندازه د غاښونو له کریم څخه ګټه واخلئ .
۳ ـــ ماشوم مو د منظمو معایناتو له پاره د غاښونو ډاکټر ته ورولئ او په دې باندې ځان ډاډه کړئ، چې غاښونه یې روغ او پاک دي . که چېرې اوس هم د زوی خوله مو بوی کوي، نو د معاینې له پاره یې ډاکټر ته ورولئ .
۴ ـــ په پایله کې اړتیا نه لرئ، چې زوی مو د خولې د بدبوی په خاطر ورټئ او یا یې خجالت کړئ، هڅه وکړئ له دې پېښې څخه لږ را څنګ ته شئ، حتی که لږ هم د هغه له پاره د شرمندګۍ احساس کوئ .
۵ ـــ که چېرې زوی مو د لاس غټه ګوته او یا نورې ګوتې روي، تاسو باید په دې باندې ډاډمن شئ، چې هغه خپل لاسونه او خپل شخصي وسایل په منظمه توګه په اوبو او صابون وینځي . که چېرې ماشوم مو له پلاستیکي غولانځې څخه ګټه اخلي، د یادې غولانځې د ضد عفوني کولو له پاره کولای شئ، هغه د لوښو وینځلو په ماشین یا تودو اوبو کې واچوئ .            
 

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button