روغتياسلايډ

څلورو ورځو کې د گېډې وازگه ويلې کړئ

روغتيا پوهان په دې اړه لومړۍ مشوره دا ورکوي چې د ورځې بايد لږ تر لږه اته گيلاسه اوبه وڅښل شي. هغوی وايي دغه کار نه بديل لري او نه ترې خلاصی شته، چې له امله يې د انسان پر روغتيا، ښکلا، ويښتو او د وزن پر کمولو بې شمېره اغېزې پرېوځي.

خو يوه بله نسخه ښيي، چې همدا اوبه د ځينو نورو طبيعي توکو په ورگډولو په يوه داسې څښاک بدلېدی شي، چې د بدن د غوړو او په ځانگړي ډول د گېډې د وازگو په له منځه وړلو کې هيښوونکی اغېز لرلی شي.

د Sassy په نامه دغه نسخه چې نوم يې نوښتگرې (Cynthia Sass) ته ورگرځي، د گېډې او خاصرې لگن په شا وخوا کې اضافي وازگې او غوړ په څلورو ورځو کې پرته له کومې ستونزې له منځه وړي.

جوړښت:
اته گيلاسه اوبه، يوه کوچنۍ کاشوغه ادرک (زنجبيل)، د پرې شوي بادرنگ څه توکړې، د لېمو توکړې او د پودينې (نعناع) لږې پاڼې.

دغه گډ شوي شيان دې د څلرويشتو ساعتو لپاره يخچال کې پرېښودل شي، بيا دې يې اوبه وويستل شي او په يوه بل لوښي کې دې واچول شي.
د څلورو ورځو لپاره دې هره ورځ دغه څښاک (مشروب) جوړ کړل شوي او د ورځې په اوږدو کې دې هر ساعت يا دوه ساعته باد يو گيلاس ترې وڅښل شي، چې په مرسته به يې گېډه اواره شي او د اضافي وازگو څو سانتي متره به له منځه ولاړې شي.

پرهېز:
د نسخې جوړوونکې وايي، چې د نسخې د کارولو په موده کې بايد له ټولو هغو خوړو او څښاکه ځان وساتل شي، چې ډېر غوړ وي او بدن چاغوي. د دې پر ځای دې د مېوې او سبزۍ په څېر سپک او روغتيا ته گټور خواړه وخوړل شي. همدا راز دې له ټولو هغو خوړو ځان ساتنه وشي، چې خوږه يا گاز ډېر لري، ځکه دا ډول خواړه موخې ته د رسېدو مخنيوي کوي.

Tags

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button