پاموړ

ځان ته څنګه هیله ورکړو ؟

ژباړن : عطا محمد میاخېل
  زموږ  د هر یوه ژوند بې شمېره لوړې او ژورې لري، چې ځینې یې په لږ هڅې سره حل کېږي او ځینې نورې یې وخت او ډېرې انرژۍ ته اړتیا لري .
  د ژوند له ستونزمنو کوتلونو څخه د تېرېدو پرمهال، اړینه ده، چې ځانته انرژي او هیله ورکړو . د دوستانو، ملګرو، آشنایانو، کورنۍ او د ښې مېرمنې شتون او ملتیا ډېره اړینه ده. خو رښتیا دادي، چې تر ټولو غوره لارښود او هغه څوک چې کولای شي، په دې یونلور کې له موږ سره مرسته وکړي، په خپله موږ یو .
په دې لیکنه کې ځینو لارو چارو ته اشاره شوې، کومې چې تاسو کولای شئ، په خپله ترې ګټه واخلئ :
۱ ـــ تغذیه :
  مناسبه تغذیه او د ګټورو خوړنیزو توکو کارول، یوه له مهمو لارو چارو څخه ده، چې په مستقیم ډول، په مثبته انرژۍ او ژوند ته ستاسو په هیله من کېدو کې ډېره اغېزمنه ده .
  له سګرټو او مخدره توکو څخه ډډه کول او دغه راز له الکولو څخه ډډه کول، د بدني فعالیت ډېرښت او منظم ورزش، د وزن د ډېرښت او د چاغوالي مخه نیول، د اروایي فشار او ژور خپګان کنټرولول، خوش بیني، مثبت فکر او د مغزي فعالیت لرل. د جسم د روغتیا او ژوند ته د هیله من کېدو د ډېرښت اووه مهمې لارې دي .
۲ ـــ له دنننه څخه د هیلو پیدا کول :
د هیلو را منځته کول د هیله من کېدو بدیل دی، د هیله من کېدو او هیله بښلو مانا هیله بښونکی دی، کوم څوک یا کوم څیز، چې یو څوک هیله من کوي، هغه ته هیله بښونکی وایي. له هیله بښونکي څخه زموږ موخه هغه څوک دی، کوم چې هیلې را منځته کوي، ښایي په خپل دنننه کې هیلې را منځته کړي، یا د نورو کسانو له پاره هیله بښونکی وي .
  له هیلو را منځته کېدو څخه موخه، یو پېژندل شوی اروایي او هیجاني حالت دی، چې فرد د یوه وړاند وینه شوې ښې پښې او یا هم ښه حالت تمه لري، فرد په دې باوري کېږي، چې کولای شي له پخوا څخه خپل کارونه ښه ترسره کړي او له ځانه ښه او مثبت چلندونه وښیي.
۳ ـــ موخه :
که په خپل  ژوند کې موخه ولرو او وپوهېږو، چې خوښېږي مو یو ځای ته ورسېږو، د هیلو په ډېرښت باندې ډېره ښه اغېزه کوي .
۴ ـــ باور لرل :
د ټولو کایناتو د پالونکي په توګه د الله (ج) په وجود باندې باور لرل او دغه راز په دې باندې باور لرل، چې الله (ج) به زموږ ژوند ته په سم یونلور لارښوونه کوي، همدا راز په دې باندې باور لرل، چې خدای (ج) به موږ خپلې موخې ته رسوي، زموږ په بریا باندې به ډېره زیاته ښه اغېزه ولري .
۵ ـــ قناعت :
معمولاً هغه کسان چې په خپل ژوند کې قانع دي، هېڅکله نه ناهیلي کېږي، قناعت په دې مانا نه دی، چې یو څوک دې په دې کچه قانع وي، چې له کار او زیار څخه لاس واخلي او ووایي چې زه له خپل ژوند څخه راضي یم، بلکې په دې مانا دی، که چېرې فرد د ژوند ډېرو آسانتیاوو ته لاسرسی پیدا نه کړي، نو نا هیلی نه شي او د شته څیزونو په ارزښت پوه شي .  
۶ ـــ کار او هڅه :
  هغه څوک چې له کار او هڅې څخه لاس واخلي، نو هغه ته ناهیلي لاس ورکوي، سره له دې چې د ژوند آسانتیاوې ورته برابرې وي او د ټولنې یو له ډېرو ګټیالیو خلک څخه دی، دا ډول کسان له ژوند څخه هېڅ هیله نه لري، ځکه چې د کور، موټر او دې ته ورته شیانو د لاسته راوړلو له پاره ځان نه په زحمت کوي او ژوند یې له بن بست سره مخ کېږي او وایي: له دې څخه نور غوره ژوند شتون نه لري او خپله هیله له لاسه ورکوي .
  ډېری هغه کسان چې په ځان وژنه لاس پورې کوي، د ټولنې شتمن خلک دي . الله (ج) په قرآن عظیم الشان کې فرمایلي دي : ( لقد خلقنا الانسان فې کبد ) . ژباړه : په تحقیق سره انسان مو په درد او سختیو کې پیدا کړ .
  افراد معمولاً باید داسې ژوند وکړي، لکه څنګه چې په قرآن او احادیثو کې ورته اشاره شوې ده . خپل ژوند ته هیله من واوسئ، چې ګویا سل کاله نور هم ژوندي یاستئ او خپل عملونه داسې ترسره کړئ، چې ګویا سبا ورځ له دې نړۍ څخه د تل له پاره کډه کوئ .

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button