افغانستانخبرونهسلايډ

پېښور: د افغانستان د کونسلگري د لومړي سکرتر پرکور وسلوال بريد شوی

پرون د پنجشنبې په شپه ( مرغومي ۲۴) د پاکستان د پيښور په ښارکې د افغانستان د کونسلگرۍ د لومړي سېکرترهمایون یوسفري پرکور وسله وال برید شوی دی. د چارواکو په وینا، په برید کې ځاني زیان نه دی اوښتی.

په پېښور کې د افغانستان د کونسلگرۍ چارواکي وايي دا برید د دوو تنو موټر سایکل سپرو وسله والو لخوا شوی دی. د دوي په وینا، دا برید په کلاشینکوف شوی او د کور دېوال پرې ویشتل شوی دی. دی وايي، داسې ښکاري چې د یوسفزي پرکور د کلاشینکوف یو بشپړ شاجور ډزې شوې دي.

په دې برید کې چا ته ځاني زیان نه دی اوښتی او د پېښور د پولیسو په وینا، په دې اړه یې پلټنې پیل کړې دي. افغان چارواکو ویلي، له دې بریده وروسته پاکستاني چارواکو د افغانستان د کونسلگرۍ په شاوخوا کې امنیتي تدابیر زیات کړي دي.

تر اوسه د دغه برید مسولیت چا نه دی منلی. خو په پیښورکې دافغنستان کونسل ښاغلي ابراهیم خېل ویلي: چې دا د افغانستان د دښمنانو او د سولې د بهیر د گډووډوونکو کار دی٬.

د تېرې دوشنبې په ورځ د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین استازو په اسلام اباد کې غونډه وکړه چې موخه یې د افغان دولت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو د پیلولو لپاره د یوه چوکاټ رامنځته کول وو.

د رسمي شمېرو له مخې، په پېښور او خوا و شا سیمو کې نژدې دوه میلیونه افغان کډوال ژوند کوي. د دوی له ډلې شاوخوا ۳۰۰ کسان په ورځني ډول د کونسلي او حقوقي چارو لپاره د افغانستان کونسلگرۍ ته ورځي.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button