سيمه او نړۍ

پېښور ته څېرمه د پوليسو پر پوسته چاودنې دېرشو کسانو ته مرگ ژوبله اړولې

د خيبرپښتونخوا مرکز پېښور ته څېرمه خيبر ايجنسۍ جمرود کې د پوليسو پر پوسته چاودنې اته تنه ووژل او له شلو زيات يې ټپيان کړل.

د پاکستان رسمي تلويزون وايي، چې د خاصه دار امنيتي ځواکونو افسر موټر د دې چاودنه هدف و او ياد افسر هم په چاودنه کې وژل شوی دی.

له چاودنې وروسته مرستندونی ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي، مړي او ټپيان  يې د حيات ابا کمپليکس روغتون ته وړي دي.

د پېښور پوليسو مشر مبارک زيب خان رسنيو ته وويل، چې چاودنه پېښور پولې ته څېرمه د خيبر ايجنسۍ په جمرود سيمه کې وشوه.

پېښور او شاوخوا سيمو کې پر امنيتي ځواکونو بريدونه او چاودنې زياتې شوي او څه موده وړاندې  د پوځيانو يوه لارۍ هم د سړک د غاړې ماين ښکاره شوې وه.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button