خبرونهسلايډ

پگواش: حکومت او طالبان یو بل نشي ماتولی

د پگواش نړیوال سازمان چې په کاناډا کې مرکزي دفتر لري د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سولې د خبرو اترو لپاره لاره هواروي او تر دې دمه یې په گڼو هېوادونو کې یې د طالبانو د استازو او نور افغان روڼ‌اندو تر منځ ناستې کړي. پگواش د سولې په تړاو یې د نوبل جایزه تر لاسه کړې په دې نظر دی چې افغانستان کې سوله راتلای شي.

د سولې د نړیوالې ورځې په مناسبت د بي‌بي‌سي پښتو برخې د پگواش د دارالانشا له مشر سره مرکه کړې. د پگواش د دارالانشا مشر پاولو کوټا رامسینو وايي چې افغان حکومت طالبان له منځه نه شي وړلای او نه هم طالبانو کولای شي چې کابل په بشپړه توگه ونیسي.

کوټا رامسینو په دې باور دی چې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ سوله راتلای شي. هغه وايي چې طالبانو ورته ویلي چې واک د انحصار په فکر کې نه دي. رامسینو وايي چې جگړه که هرڅومره اوږده هم شي نو بیا هم یوه ورځ پای مومي او سوله راځي.

د حزب اسلامي او افغان حکومت تر منځ د سولې د خبرو د کامیابۍ له خبر وروسته د افغانستان په قضیه کې دخیلې برخو د سولې راتگ هیله ورکړې.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button