سلايډنظر او تحلیل

پگواش او د حکومت کاواکه دريځ

سعيد انديال

نړۍ کې د هر لنډمهالي او اوږدمهالي کړکېچ پای تل په خبرو راځي او هېڅکله هم په جګړو خبره نه ده حل شوې، خو د دې لپاره د ښکېلو اړخونو زيرکتيا، اخلاص او له چانسونو مناسبه ګټه پورته کول او چلينجونو سره مقابله کول ډېر اړين دي. که ښکېل لوري سولې ته رښتیني وي، کولی شي له هر واړه او غټ فرصت څخه ګټه پورته کړي.

يو چانس که له لاسه وځي، د سولې امېدونه ورسره له منځه ځي. د سولې لپاره د مخالفينو تر څنګ د حکومت مسووليت ډېر زيات دی، چې په هر ډول وي، بايد له انتخاباتو وړاندې خپلې ژمنې په نظر کې ونيسي او د سولې لپاره د زړه له تله هلې ځلې وکړي او که جمهور رئیس اشرف غني، د سولې لپاره رښتينې منډې ترړې وکړي، نو خامخا به يې ستړې او هڅې ځای ونيسي.

خو دلته پوښتنه دا ده، چې ايا ولسمشر اشرف غني او اجراييه رييس ډاکټر عبدالله دې تيار دي، چې مخالفينو سره دې په رښتنيې توگه سوله وشي، که نه هسې د خلکو په سترگو کې خاورې اچوي. دا مهمه پوښتنه ده. ولس ته ځکه دا پوښتنه مهمه ده چې د سولې په نامه حکومت له ۲۰۰۹ راهیسې د سولې په نامه نندارې کړې دي.

د دې لپاره د دوی خپلې کړنې بايد تر نظر او څار لاندې ونيول شي، نو بيا سړی پوهيږي، چې دوی رښتيا سوله غواړي که نه.

واک ته له رسېدو وړاندې د ولسمشر غني اوله خبره همدا وه، چې هېواد کې رښتينې سوله د ده لوی ارمان او د ولس اړتيا ده او له خلکو يې د همدې سپېڅلې سولې په نوم رايې واخيستې، مگر کله چې د واک په گدۍ کيناست، په سبا داسې يو کار وکړ، چې د سولې پر تندي د اوسپنې ميخ ثابت شو او له هماغې ورځې د مخالفينو بريدونه او چاودنې زياتې شوې او گواښ يې وکړ، چې امريکا سره د تړون په غبرگون کې به د هېواد لر و بر او پلازمېنه کابل کې د دوی بريدونه او چاودنې څو چنده زياتې شي او همداسې وشول.

له بده مرغه ولسمشر اوس هم په جوش خطابت له خلکو سره تعامل کوي او ډېر کارونه اوس هم د منشي په تو

گه پر مخ بيايي او ځمکنيو حقايقو له کتو پرته داسې کړنې او څرگندونې کوي، چې د هېواد او سولې لپاره زهر قاتل باله شي. د جمهور رييس موقفونه او موضعګیرۍ تر ډېره احساساتي او د اجراییه رييس او د حاکمو مطبوعاتو تر تاثیر لاندې دي.

خير که په لومړيو کې د نابلدتيا له امله يې ځينې تېروتنې وکړې او پوه نه شو، نو بايد له يو نيم کال زيات وخت په تېرېدو خو يې خپل مسير، کړنلارې او ستراتيژي کې بدلون راوستی وای، مګر له بده مرغه ولسمشر اوس هم د ترکستان پر لور روان دی. د جمهور رییس ځینو اقدامونو خلک ډېر نهیلي کړل.

د سولې په اړه د مخالفينو د څرگند ادرس سربېره دی اوس هم د مجهولو او لايعنې ادرسونو په لټه کې دی.

د طالبانو د سياسي دفتر ادرس په قطر کې دی او دی د رسمي ادرس پر ځای سوله له پاکستانه غواړي او ښه پوهيږي، چې تر اوسه يې هېڅ لاسته راوړنه نه ده لرلې.

زه نه پوهېږم، چې ولسمشر د ښې مشورې څوک شته نه او که د چا نه مني. خو دلته د دسیسې یوه تیوري مطرح ده او هغه دا چې جمهور رییس پوهېږي چې طالبانو سره که خبرې نتیجه ورکړي د عبدالله عبدالله او د صلحې ضد مافیا په شتون کې به ونه شي کولی چې طالبان په واک کې شریک کړي.

زموږ د چارواکو لوی مشکل دا دی، چې هر څه د ځمکنيو حقايقو پر ځای له رسنيو اخلي او دې ته نه ګوري، چې دې کړنو او منلو تر اوسه کومه ګټه کړې ده.

اشرف غني او نور چارواکي د رسنيو د هغو پروپاگندو تر اغېز لاندې راغلي، چې مخالفين د پاکستان خلک او د هغو په امر و نهي چلېدونکي خلک دي او له همدې امله يې ټولې هيلې او غوښتنې له پاکستانه دي، چې هېواد کې به سوله راولي، مگر ښه پوهيږي، چې تر اوسه يې هېڅ نه دي تر لاسه کړي او بالاخره يې تېر کال پاکستان اړ کړ، چې ځينې طالب چارواکي يې په سوال، زارۍ او يا فشار ورسره خبرو ته کينول او د افغان حکومت استازو وويل، چې طالبانو ورته په تونده او ترخه لهجه داسې خبرې وکړې، چې د هېچا د منلو نه وې.

د مري مذاکراتو يو گډونوال طلوع تلويزون ته وويل، چې د طالبانو استازي ورته وويل، چې دا حکومت بايد ړنګ شي، درېيمگړي بې  پرې حکومت رامنځته شي او هغه خلک، چې د طالبانو او ولس پر وړاندې يې جنايتو او قتلونه کړي، بايد محکمې ته وسپارل شي او داسې نور… که د طالبانو یوازې همدا شرط په پام کې ونیسو، حکومت یې د عملي کولو توان نه لري.

له هغې وروسته د افغان حکومت او پاکستان اړيکې ډېرې ترينگلې شوې او ولسمشر اشرف غني له خپلې کابينې سره يو ځای د خبري ناستې پر مهال پاکستان سره هر ډول اړيکې وشکولې او بيا د امريکا او چين په ټينګار يې يو ځل بيا پاکستان سره اړيکې سمې کړې.

د اړيکو له سمېدو وروسته پاکستان کې د امريکا، چين، افغانستان او پاکستان څلور اړخيزه ناسته وشوه او ورپسې يوه اوونۍ وروسته ورته غونډه په کابل کې هم وشوه، مگر د څارونکو په اند اشرف غني، چې له داسې غونډو او ناستو کومې هيلې لري، تر لاسه به يې نه کړي.

د افغان حکومت کاواکه دريځ

افغان حکومت د قطر په کوربه توب پگواش غونډه کې خپل گډون رد کړ او د بهرنيو چارو وزارت وياند شکيب مستغني دا غونډه بې گټې او خپل گډون يې په کې نامناسب وباله.

مستغني بي بي سي ته وويل، چې دوی د سولې لپاره څلور اړخيزې ناستې پيل کړي او د پگواش غونډې ورته بې کاره او نامناسبې بريښي.

په عين حال کې د دفاع وزارت سرپرست محمد معصوم ستانکزي د ولسمشر په استازيتوب د پگواش غونډې په دوهمه ورځ يو پيغام ولېږه، چې په کې ويل شوي، چې دوی افغان طالبانو سره مخامخ خبرو ته تيار دي او دوی دې ته هم تيار دي، چې طالبان د سياسي مخالفينو په توگه وپيژني، م

گر نن مازديگر يې د طلوع تلويزون د وژل شوو کارکوونکو د فاتحې په مراسمو کې گواښ وکړ، چې د دې پېښې له عاملينو سره به هېڅ ډول سوله ونه کړي او دا خلک يې له اسلام او افغانيته بهر وبلل، په داسې حال کې طالبانو د دې پېښې پړه په هسکه غاړه منلې ده.

د جمهور رییس دا موقف ډېر ناامېدوونکی دی چې د طلوع لپاره د سولې نوې هیلې وژني.

داسې بريښي، چې اشرف غني خو يا دا غواړي، چې طالبان دې ټول لاس تړلي ده ته ورشي، خپلې وسلې دې دوی ته تسليم او بس دې سره به هېواد کې سوله راشي، په داسې حال کې، چې د پلازمېنې کابل په گډون ټول هېواد کې د طالبانو بريدونه ورځ په ورځ ډېرېږي، افغان امنيتي ځواکونه له خلکو سره ښه چلند نه کوي، واحده قومانده نه لري او د سختو ج

گړو او نښتو پر مهال وسله والو ځواکونو ته اړينې مرستې نه رسيږي، چې له امله يې د طالبانو واک او ځواک ورځ تر بلې پراخيږي او دولتي ادارو کې د چارواکو ناوړه چلند، رشوت غوښتنې او اقربا پروري خلک له حکومته زړه توري کړي او خپلې دعوې د حکومت پر ځای د طالبانو محکمو ته وروړي په داسې حال کې هم اشرف غني د زور او قوت خبره کوي، چې عاقل انسان پرې يوازې د بې وسۍ او نهيلۍ اوښکې تويولی او بس.

که په سپينو ټکو ووايو، نو اشرف غني او د هغه حکومتي گډونوال نه غواړي، چې هېواد کې سوله راشي او يا دې طالبان خپلې وسلې پر ځمکه کيږدي، ځکه چې دې سره بيا د چارواکو اوسني امتيازونه له ګواښ سره مخ کيږي او د سولې پر راتلو دوی هم له عدلي پوښتنو سره مخ کېدای شي.

د طالبانو استازو پگواش غونډه کې ويلي، چې دوی د هېواد ټولو ستونزو او کړاوونو په اړه له هر چا سره خبرو ته تيار دي او د سياسي چارو دفتر د سياسي هلو ځلو پوره واک لري او که هر څوک غوړاي، چې افغانستان کې سوله راشي، بايد دوی سره مخامخ خبرې وکړي.

که حکومت رښتيا هم سوله غواړي، نو د دومره اوږدو منډو ترړو او بې ځايه ناستو ولاړو او ستړياوو پر ځای دې د طالبانو سياسي دفتر سره اړيکه ونيسي او د ټولو کشالو په اړه دې مخامخ خبرې ورسره وکړي، خو تر اوسه داسې ښکاري، چې حکومت په لوی لاس دا نه غوړاي، چې هېواد کې سوله راشي او يا يې پر دې خبره سر نه خلاصيږي، چې هېواد کې سوله څنگه راتلی شي.

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button