افغانستانراپورونه

پکتیا کې د یوولسو ملکي وګړو وژلو ته توند غبرګون

دغو وژنو ته په ټولنیزو رسنیو کې توند غبرګون ښودل شوی او د حکومت کړنه په سختو الفاظو غندل شوې ده.

رپوټونه وایي، بېګا شپه د پکتیا د زرمت ولسوالۍ په یو کلي کې د حکومتي ځواکونو چاپه کې یوولس ملکي وګړي وژل شوي دي.
ویل کېږي چې وژل شويو کې زیاتره یې محصلین دي. یو څو تنه په کې استادان هم دي.
ټولنیزو رسنیو کې خپرو شویو تصویرونو کې لیدل کېږي چې زیاتره یې تنکي ځوانان دي.
دغو وژنو ته په ټولنیزو رسنیو کې توند غبرګون ښودل شوی او د حکومت کړنه په سختو الفاظو غندل شوې ده.
خلکو د ګیلې په ډول ویلي چې طالبانو تر اوسه دغه اختر کې ټک نه دی کړی، خو حکومت بیا ملکي بې ګناه وګړي وژلي دي.
تر اوسه د حکومتي چارواکو غبرګون مخې ته نه دی راغلی.

Tags
Back to top button