خبرونهسلايډ

پکتیا: چاودنو گڼ ملکي وگړو ته مرگ ژوبله اړولې

د پکتیا ولایت سیمه‌ایزو رسنیو خبر ورکړی چې گڼو چاودنو د دې ولایت په مرکز کې شاوخوا لسو تنو ملکي کسانو ته مرگ ژوبله اړولې ده. د پکتیا ولایت ویاند نقیب احمد اتل د پېښې پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې یوازې د یوې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي.

اتل زیاته کړه چې یوه چاودنه په موټر کې د گازو د ډبې او بله چاودنه ټریکټر ته د ماین اېښودلو له امله شوي دي. دواړو پېښو کې پنځه، پنځه تنه جلا جلا وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې دی چې د ملگرو ملتونو د وروستي راپور له مخې سږکال له جنوري څخه تر جولای میاشتې پورې ۳۷۲۶ ملکي وگړو ته مرگ ژوبله اوښتې دی.

سږکال کال په تېرو دیارلسو کلونو کې ملکي وگړو تر ټولو خونړی کال وو.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button