افغانستانخبرونهسلايډ

د پکتيا د ملي امنيت مرستيال غزني کې وژل شوی

د غزني ولایت محلي چارواکې وایي، د پکتیا ولایت، ملي امنیت مرستیال نن هغه مهال ووژل شو، کله چې نوموړی د غزني نه د کابل په لور روان وه.

دغه برید کې د ملي امنیت مرستیال پر وژل کېدو سربیره، پنځه عسکر هم ټپیان شوي.

د غزني ولایت محلي چارواکي د پېښې د رامنځته کېدو ځای داسې ښيي، دغه پېښه د غزني ولایت، اندړو ولسوالۍ په چهاردیوار سېمه کې شوې.

د غزني ولایت، اندړو ولسوالۍ یوه له هغو ولسوالیو نه ده.‎ چې زیاته برخه یې د طالبانو په لاس کې ده.

خو د دغې پېښې په اړه د پکتیا ولایت چارواکو تر اوسه څه ندي ویلي.

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button