افغانستان

پکتيکا: پنځوس زره زده‌کوونکي له زده کړو بې برخې دي

د پکتيکا اوسېدونکو په دې ولايت کې له زده کړو د پنځوس زره زده کوونکو د محروميت په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د پکتيکا خلکو ويلي، د پوهنې بهير له ځينو ستونزو سره مخ دی، چې له امله يې نږدې ۵۰ زره زده کوونکي له زده کړو بې برخې دي، د ګيان ولسوالۍ اوسېدونکي په دې ولسوالۍ کې د زده کړې د بهير ټکني‌توب له دې امله بولي، چې د پوهنې رياست کارکوونکي هلته نه شي ورتلای، خو په عين وخت کې وايي، ځينې ښوونځي د طالبانو تر سترګو لاندې فعال دي او مکتبيان ورځي.

د ګيان يوه اوسېدونکي، امېل الدين پژواک ته ويلي دي، «د دې سيمې يو شمېر ښوونځي د وسله والو طالبانو تر څار لاندې فعال دي، کوم ښوونکي چې دندو ته حاضر نه شي، معاش ترې ګرځول کېږي او بيا د همدې ښوونځيو پر زده کوونکو وېشل کېږي».

نوموړي د ښوونځيو د ودانيو او درسي کتابونو نه شتون ته هم اشاره وکړه.

خو د همدې ولايت د يوې بلې ولسوالۍ جاني خېلو خلک بيا وايي، له دې امله چې د يو شمېر ښوونکو تنخواې د پوهنې رياست له لوري نه دي ورکړل شوي، ښوونکي مکتب ته نه حاضرېږي.

دوی وايي، «لسګونه کسان د ښوونکو په نامه تنخواې اخلي، خو زده کوونکو ته د درس ورکولو څوک نه شته».

د پکتيکا د سروبي، خوشامند او برمل ولسواليو اوسېدونکو هم د ښوونځيو، استادانو او درسي کتابونو نه شتون له زده کړو د زده کوونکو د محروميت لومړي خنډونه وبلل، او له حکومته يې د ستونزې د حل کولو غوښتنه کړې.

د پکتيکا د ولايتي شورا مرستيال هلته د پوهنې په برخه کې د پراخ فساد له شتونه خبرداری ورکړی دی.

سره له دې چې وسله والو طالبانو رسنيو سره په خبرو کې له ښوونځيو خپل ملاتړ څرګند کړی، خو د پکتيکا د پوهنې رياست چارواکي ستونزه نا امني بولي. د پوهنې رييس کوچي ځاځي يو لور ته په ګڼو ولسواليو کې د پوهنې بهير د ګړنديتوب خبره کړې او بل لور ته يې په نورو ولسواليو کې د زده کړو پر وړاندې يوازينی خنډ نا امني بللې.

هغه وايي په ګومل، ګيان، نکه، ترمې، وړ ممۍ او وازيخوا ولسواليو کې په کليوالو ټولګيو او جوماتونو کې خلکو ته زده کړه ورکول کېږي، خو دا مني چې په تېرو څوارلسو کلونو کې په همدې ولسواليو کې د ښوونځي لپاره د بنسټ کومه ډبره نه ده ايښودل شوې.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button