افغانستان

پکتيکا: غبرگو چاودنو پينځه ملکيان وژلي

د پکتيکا په وازيخوا ولسوالۍ کې غبرگو چاودنو تېره ورځ پينځه ملکي وگړي وژلي دي او دوه نور يې ټپيان کړي دي.

د وازيخوا د اوسېدونکو په وينا يوې چاودنې پرون ماسپخين مهال بورۍ سيمه کې د ولسي وگړو يو موټر والوزاوه، چې له امله يې څلور تنه ووژل شول او يو بل مرگونی ټپي شو. په وژل شويو کې دوه کوچنيان او يوه مېرمنه هم شامل دي.

د پکتيکا د ولایتي شورا پخواني منشي پژواک سره خبرو کې د پېښې پخلی کړی دی. عبد الغني پکتين زياته کړې ده، چې په عين وخت کې همدې ولسوالۍ کې پر يوه موټرسايکل هم چاودنه شوې، چې له امله يې يو تن وژل شوی او يو بل ټپي دی.

د دواړو چاودنو پړه تر دې دمه چا پر غاړه نه ده اخيستې او نه يې هم چارواکو په اړه څه ويلي دي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button