افغانستانسلايډ

پکتيا کې سلگونو کسانو د امنيتي چارواکو پر ضد لاريون کړی

د پکتيا ولايت سلگونو اوسېدونکو نن په گردېز ښار کې د امنيتي چارواکو پر ضد لاريون کړی. هغوی نيوکه کوله چې چارواکي د خلکو د امنيت خوندي کولو کې پاتې راغلي.

لاريون کوونکو د اعتراض په ډول د ښار ټول دکانونه تړلي وو او گواښ يې کاوه چې تر څو يې غوښتنو ته ځواب نه وي ويل شوی، ښار به تړلی وي.

د پکتيا خلکو له امنيتي چارواکو وغوښتل چې ښار کې د سوداگرو، قومي مخورو او خلکو د ژوند د خونديتوب تضمين ورکړي.

د پکتيا اوسېدونکو په داسې حال کې دا لاريون کړی، چې درې ورځې وړاندې نامعلومو وسله والو د پکتيا د سولې شورا غړی او قومي مخور حاجي اسحاق او د هغه زوی گردېز کې ووژل.

پکتيا وال وایي، له دې وړاندې هم گڼې ورته پېښې رامنځته شوې دي چې د قاتلينو يې هيڅ څرک نه لگېږي.

Tags

ورته مطالب

2 Comments

  1. زه پدي پشتانه چوبتيايي نه پوهيژم. ولي هيچ سوك په طالبان پر ضد لاريون نه كوي. كله چي پشتانه د خپل ژوند ارزشت نمني مر شي او چوبتيايي اختيار كوي

  2. دا هزاره مړه دی او هزارګان مظاهره کوی پشتانه دورزی ۱۰۰ مړه کی سوک سه نه وایی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button