سلايډ

پوهنې وزارت ۲۲ میلیونه درسي کتابونه چاپ کړي

د پوهنې وزارت سږ کال د ۲۲ میلیونه درسي کتابونو په چاپ او نشرولو ۴۵ ملیونه ډالر مصارف کړي دي.

د پوهنې وزارت ویاند مجیب مهرداد وايي چې درسي کتابونه د ژمي په میاشتو کې چاپيږي او د کلني امتحانونو څخه وړاندې په مکتبونو ویشل کیږي. نوموړی ددغه کار ګټه دا ښيي څو زده کوونکي د نوي تدریسي کال د پیلیدو څخه وړاندې د درسونو او د هغې له موضوعاتو سره اشنايي پیدا کړي.

د مهرداد له قوله د کتابونو د ویشلو پروسه پیل شوې او ټاکل شوې چې دغه کتابونه به د هېواد ۱۳ ولایتونو ته تحویل شي.

د سرچېنې په وینا سږ کال دوه میلیونه کتابونه په کابل کې چاپ شوي او ۲۰ میلیونه نور کتابونه په ویتنام او هند هېوادونو کې چاپ شوي چې ډیر ژر به هېواد ته انتقال شي.

مهرداد په باور په افغانستان کې ۴۰ سلنه زده کوونکي انجونې دي خو که څه هم مکتبونه یې سره جلا جلا دي خو سربېره پر دې د هلکانو او انجونو لپاره یو ډول کتابونه چاپيږي.

تېرو کلونو کې ډیری شمېر درسي کتابونه په ایران کې چاپيدل.

Tags

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button