خبرونهسلايډ

مکه مکرمې ته څېرمه پولیسو ترهګر وژلي

د سعودي د کورنیو چارو وزارت خبر ورکوي چې د مکې مکرمې په شاوخوا سیمو کې د پولیسو له لوري څلورتنه ترهګر وژل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت زیاتوي چې دوه تنه وسله‌وال د پولیسو له لوري وژل شوي او دوه نورو چې چاودېدونکي توکي یې پر تن وو خپلو چاودېدونکو توکو ته یې انفجار ورکړی دی.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې ترهگرو د پولیسو په لور ډزې کړي او پولیسو هم د دوی په لور له ډزې کولو پرته بله لار نه درلوده.

د سعودي حکومتي ورځپاڼې عکاظ خبر ورکړی چې دغه پېښه د مکې مکرمې په سویل د وادی النعمان په نامه سیمې کې رامنځته شوې ده.

تېر یو کال کې د داعش ډلې د سعودي په شیعه مېشتو سیمو کې گڼې چاودنې کړي دي او دغه پېښه هم د سعودي حکومت پر داعش اړوي.

Tags

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button