روغتيا

په یوه دقیقه کې مو د وینې فشار راکم کړئ

د وینې لوړ فشار یوه داسې ناروغي ده چې نه توجه ورته د مړینې لامل کېدای شي. ځکه چې دا د فلج او زړه برید (قلبي حملې) ګواښ زیاتوي.
ډاکټران وایي، که فشار ۸۹/۱۳۹ وي، نو دا لوړ فشار بلل کېدای شي. دوی وایي، که چېرې د وینې فشار له دې زیات شي، نو باید درملنه وشي.
ټیټ فشار ۶۰/۹۰ وي. دوی زیاتوي چې د روغو کسانو د وینې فشار ۸۰/۱۲۰ وي.
د برایټ سایډ په نوم وېبپاڼه وایي، د لوړ فشار ټیټول ډېر اسانه دي او قلم نوکه (څوکه) دا کار کولای شي.
یوازې د قلم نوکه د لاس د غټې (منځنۍ) ګوتې په سر (څوکې) باندې د یوې دقیقې له پاره په زور ونیسئ.


پام مو وي چې دا د لوړ فشار بشپړه درملنه نه ده بلکې لومړنی مرسته ده.
یوه بله لاره
دغه سایټ وایي، د پښې د غټې ګوتې په وروستۍ برخه کې د قلم نوکه د درې ثانیو له پاره په زور ږدئ او بیا یې پنځه ثانیې لرې کوئ. دوی وایي چې دا عمل د دوه دقیقو له پاره وکړئ.
دا عمل دې په دواړو پښو وکړل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button