سلايډنظر او تحلیل

په ګرین وېلیج حمله؛ ورسره د سولې خبرو په ټپه درېدل 

لیکوال: احمدشاه راشد – د ستراتېژیکو او سیمه‌ییزو څېړنو مرکز څېړونکی

مقدمه

د ۱۳۹۸ لمریز کال د سنبلې میاشتې په ۱۱ مه نېټه طالبانو په ګرین ویلیج چې د کابل ولایت د نهمې حوزې اړوند سیمه

احمدشاه راشد

کې موقعیت لري د موټر بم په واسطه ډلییز برید وکړ چې په پایله کې یې د کورنیو چارو وزارت د اعلامیې په اساس په دې برید کې ۱۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۹۱ ټپیان شوي دي او د بهرنیو وګړو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه دي خپاره شوي. 

دا حمله په داسې حال کې کېږي چې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی په قطر کې له طالبانو سره د خپل نهم پړاو خبرو له پای ته رسولو وروسته کابل ته راغی او له افغان چارواکو سره د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې جزئیات شریک کړل او د کابل نه قطر ته د او د قطر نه امریکا ته لاړ تر څو د شویو پرمختګونو په اړه د ټرمپ ادارې ته راپور ورکړي او همدارنګه د طالبانو سره د توافق په موخه خپلې آخري مشورې هم وکړي، ښاغلی خلیل‎زاد ټینګار کوي چې له طالبانو سره د یوه داسې توافق په درشل کې دی چې زورزیاتی لږ کړي. 

دغه خونړۍ حمله د نړیوالو سازمانونو او لوړپوړو چارواکو له لوري غندل شوې ده. که څه هم د دې حملې مسؤلیت وسله‎والو طالبانو منلی، خو نړیوالو سازمانونو او چارواکو له لوري په عکس‎العملونو کې د طالبانو نوم نه‎دی اخیستل شوی. د طالبانو ډلې ویاند له اسوشیټډ پرس سره په خبرو کې ویلي، دا ډول حملې د سولې په خبرو کې د دوی قوي دریځ څرګندوي. 

ګرین ویلېج کلی

ګرین ویلج یا ( زرغون کلی) د کابل ختیځ کې د کابل ــ جلال اباد سړک شمال اړخ ته پروت، هغه کمپ دی چې بهرنیان په کې میشت دي. دغې سیمې ته ځکه انګریزي نوم ورکړل شوی چې زیاتره اوسیدونکي یې بهرنیان دي، نو له همدې امله یې طالبان موخه ګرځوي.

 په تېرو پنځو کلونو کې دا څلورم ځل دی چې د ګرين ويليج پر کمپ د طالبانو لخواه خوراه پېچلي او زیان اړونکي بريدونه تر سره کيږي، له دې وړاندې طالبانو د ۲۰۱۲ م په اپریل، د ۲۰۱۳ م په اکتوبر او د ۲۰۱۴ م د نومبر په ۱۹نېټه هم په ګرین ویلېج بریدونه کړي ؤو.

د سولې خبرو پیل سره تاوتریخوالی ولې زیاتیږي؟

د مذاکراتو په بهیر کې هره ډله غواړي چې ډیر امتیاز ترلاسه کړي. او په دې ټول پوهيږو چې ممکنه نه ده چې د سولې په یوه هوکړه کې د ټولو خواوو غوښتنې په مساوي توګه ومنل شي، نو دغه ډول ډلې بیا د سولې د بهیر د خنډ او ځنډ لپاره مټې رانغاړي او له بېلابېلو لارو چارو څخه ګټه اخلي چې روان بهير تخريب کړي،  د سولې په بهیر کې نه ګډون، ناوړه کړنو ته لاس اچول، نه همکاري، ناوړه تبلیغات، د خلکو تحریکول، جدي او شدید بریدونه، د تاوتریخوالي د کچې لوړاوی او په نورو ناوړه کړنو لاس پورې کول هغه څه دي چې امتياز غوښتونکې ډله ورڅخه کار اخلي ترڅو خپل ځان ځواکمن وښيي او په مذاکراتو کې برلاسي ترلاسه کړي. په دې وروستيو کې د جګړې شدت او د طالبانو شديدې حملې کيدای شي په روانو مذاکراتو کې د لوړ امتياز د ترلاسه کولو لپاره وي. دا چې د سولې په بهیر کې له ورانکارو عناصرو سره څه ډول چلند وشي په اړه يې د سولې د پوهانو ترمنځ یو لوی بحث شتون لري. “نیومن او ریچمونډ” په دې نظر دي چې په سوله کې ښکیلې خواوې باید په دې پوه شي چې د ورانکارو ډلو موخې، انګېزې، تکتیکونه، د تمویل سرچینې، شمیر او ډول څومره او څنګه دي. مطلب دا چې که غواړو له ورانکارو سره وړ او مناسب چلند وشي باید د ورانکارو عناصرو یو دقیق تحلیل شتون ولري. کله چې دا تحلیل ترسره شو نو کولای شو د دوی دریځ، ګټې او موخې څرګندې کړو او بیا ورسره متناسب او وړ چلند ترسره شي. دا کار د منازعې د تحلیل په صورت کې هم ترسره کیدای شي.

سولې د خبرو په جریان کې د ورانکارو ډلو د مخنیوي لارې چارې

په ټولیزه توګه د ورانکارو د مخنیوي لپاره څو ډوله ستراتیژی ګانو څخه کار اخيستل کيږي. د سولې په بهير کې د ورانکارو حذف  او يا دوی ته بشپړ مشارکت برابرول مهمې ستراتيژي ګانې دي. یعنې د ورانکارو د کمزوره کولو څخه د دوی تر بشپړې ماتې هم په دغه ستراتیژي ګانو کې شامل دي. “سټیدمن” د ورانکارو د درې ګوني ويش سره سم د دوی د ورانکارو کړنو د مخنیوي لپاره درې ستراتیژي ګانې معرفي کوي. لومړی هغه ورانکاري چې مشخص او محدودې موخې لري باید مشروع موخې یې په نظر کې ونیول شي او دوی ته هغه څه ورکړل شي چې رضایت یې ورباندې حاصلیږي. یعنې دوی باید وهڅول شي چې له خپل مخالفته لاس واخلي. حریص یا ډیر امتیاز غوښتونکي ورانکاري باید د یو لړ نورمونو او قواعدو پر اساس مهار کړل شي، خبرې ورسره وشي او د خپل عمل له عواقبو هم خبر کړل شي. که يې ومنله ګډون ته يې لاره هواره شي که نه بايد د سولې له بهيره لرې وساتل شي. درېیمه ډله ورانکاري چې د بشپړ ځواک او واک غوښتونکي وي او په هیڅ ډول امتیاز نه راضي کیږي، باید د مختلفو اړخونو لخوا تر فشار لاندې راوړل شي. که فشار پایله ونلري باید څنډې ته کړل شي، که دا هم نتیجه ورنکړي نو باید په ټولیزه توګه ورته د زور او ځواک له لارې ماتې ورکړل شي. په دې برخه کې بهرني او کورني ورانکاري دواړه شامل دي. د درېيم ډول ورانکارو سره سوله ممکنه نه ده او بايد جګړه ورسره دوام ومومي. خو هیره مو نه وي چې کله چې دواړه خواوې سولې ته حاضریږي نو دریم ډول ورانکارې کړنې نه ترسره کوي، بلکې ډېری مهال پر دویم ډول وارنکاریو لاس پورې کوي ترڅو ډېر امتیاز ترلاسه کړي، چې طالبان په درېیمه ډله کې راځي دوی د بشپړ ځواک او واک غوښتونکي دي او دوی حاضر نه دي چې د افغان حکومت سره خبرې وکړي نو دوی ته په کار ده چې د امریکا سره د توافق وروسته په بین الافغاني خبرو کې افغان حکومت د طرف په ډول ومني.

ټرمپ د جګړې له دواړو لورو سره ګوري

ټاکل شوې وه چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ترمپ په کمپ ډېوېډ کې د افغان سولې په تړاو د طالبانو له مشرانو او له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره وګوي خو داسې بریښي چې د امریکایي سیاسیونو ترمنځ د امریکا توافق له طالبانو سره خپل‌منځي اختلاف شتون لري چې د همدې خپل‌منځي اختلافاتو په پایله کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د طالب مشرانو سفر امریکا ته وڅنډول شو.

او بل د طالب مشرانو تګ امریکا ته هم نامعلوم ؤو د ځينو رسنیو په حواله چې د قطر د مشرانو د خولې یې لیکلي چې زموږ سره په دې اړه څه خبره نه ده شریکه شوې که چېرې زموږ سفر امریکا ته وی په دې اړه موږ مشورې او وخت ته اړتیا درلوده چې تر سره کړې مو وی 

همداسې د ملي یووالي حکومت په رهبرۍ کې هم د پلاوي په سر مشکلات ؤو چې  د دې پلاوې برخه به څوک وي.

پایله:

په هر ځای کې چې د سولې خبرې یوې پایلې ته نېږدې کیږي د دواړو لوریو له‌خوا جګړه زیاتیږي تر څو د خبرو په مېز زیات امتیاز تر لاسه کړي، په داسې حال کې ده چې د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې نهم پړاو ته ورسېدې.

چې تېره ورځ د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد اعلان وکړ چې له طالبانو سره په اصولو کې هوکړه نهايي شوې او یوازې د ډونلډ ټرمپ تائید ته اړتیا ده. ددغو اصولو یوه برخه په ۲۰ اونیو کې له افغانستانه د ۵۴۰۰ امریکايي ځواکونو وتل هم دي. امریکا اوس په افغانستان کې شاوخوا ۱۴ زره پوځيان لري. طالبانو هم له خپل لوري دا ژمنه کړې چې د افغانستان له خاورې به اورپکي او یا جهادي ډلې پر امریکا او ددغه هېواد پر ګټو بریدونه نه کوي.

پلان داسې دی چې د امریکا او طالبانو د توافق سره به جوخت بین الافغاني خبرې اترې پیل کیږي نو اوس په کار ده چې طالبان او افغان حکومت بین الافغاني خبرو اترو ته د زمینې برابرولو او کامیابېدو په موخه جګړه ورو کړي تېر ۴۰ کلن ناورین وښودله چې تر هغه وخت پورې چې افغانان خپلې ستونزې خپله حل نکړي بل څوک یې نه حل کولای شي او نه یې حل کوي.

پای

Tags

Related Articles

Back to top button