پاموړسلايډ

په کمبوډيا کې سوونه کاله پخوانی ښارونه وموندل شول

د تاريخ ځينو پوهانو په کمبوډيا هېواد کې داسې ښارونه موندلي چې سوونه کاله پخواني دي، او د منځنيو پېړيو د وخت دي. پوهانو ويلي دي چې دغه ښارونه د مشهور انګرواټ عبادتځای په څنګ کې پراته دي.

تر اوسه د کمبوډيا خلکو د يادو ښارونو په اړه څه معلومات نه لرل. دا وارې تاريخ پوهانو ياد ښارونه له الوتکې څخه د څېړنې پر مهال موندلي دي. راپورونه وايي چې له الوتکې څخه د داسې رادار په کارولو دا ښارونه موندل شوي، چې ليزر يې لاره او هر څه يې په واضح ښکل ښکاره کول.

نوي معلومات ښکاره کوي چې د انګرواټ عبادتځای په خوا کې کليوالې سيمې له ښارونو سره تړل شوې وې. دغه ښارونه او کلي د ۱۲مې ميلادي پېړۍ دي، چې دغه مهال په کمبوډيا کې ستره امپراتوري جوړه شوې وه.

دغه اکتشافات به د تاريخ په اړه د پوهانو نظر بدل کړي، ځکه دا د کمبوديا د سترې امپراتورۍ د پيل او پای په اړه معلومات وړاندې کوي. يادې امپراتورۍ د آسیا په جنوب شرق کې ډېرې سيمې نيولې وې، چې پای کې تايلنډۍ قبايلو ماته ورکړه.

 

ورته مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي.

Back to top button